دکندهار ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې دجګړې څخه د وتلو په حال کې ديوه توغندي دچاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپيان شوي دي . سرچينې نن “دوشنبه د غبرګولي ٢٢مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وويل، چې دا پېښه د دغه ولايت […]
دکندهار ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې دجګړې څخه د وتلو په حال کې ديوه توغندي دچاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپيان
شوي دي .
سرچينې نن “دوشنبه د غبرګولي ٢٢مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وويل، چې دا پېښه د دغه ولايت د څرخ ولسوالۍ په ‘سليم کارېز سيمه’ کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې چاودنه د یوه راکټ په مټ شوې ده.
د هغه په وينا، د دې پېښې قربانيان د ١٢ او ١٥ کلونو ترمنځ ماشومان دي.
سرچينې زياته کړه، چې مرمۍ هغه مهال وچاودېد، چې ماشومانو يې موندلې او لوبې يې کولې.
خبرپاڼه کاږي، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناچاودو ماینونو چاودنې تل ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان وژني.
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.
خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan