په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د شیخ زاهد یتیم خانې د فعالیت مخه نیول شوې ده. ځایی سرچینې د سنبلې په ۲۰مه، کې وویل چې په کندهار کې د شیخ زاهد یتیم خانې د تړل کېدو لامل د بودیجې نشتوالى دى. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه […]
په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د شیخ زاهد یتیم خانې د فعالیت مخه نیول شوې ده.
ځایی سرچینې د سنبلې په ۲۰مه، کې وویل چې په کندهار کې د شیخ زاهد یتیم خانې د تړل کېدو لامل د بودیجې نشتوالى دى.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه یتیم خانه کې چې د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې فعالیت کوی، ۱۲۰۰ یتیمان ساتل کېدل.
په دغه یتیم خانه کې ماشومانو ته د تعلیم، ترانسپورت، جامو او کتابونو د برابرولو ترڅنګ دوه وخته خواړه هم ورکول کیدل.
د شیخ زاهد یتیم خانه په کندهار ولایت کې د متحده عربی اماراتو له خوا جوړه شوه. د دغه هېواد په غوښتنه د دغه یتیم خانې فعالیت بند شوی دی.
باید وویل شی چې د شیخ زاهد یتیم خانه د یتیمانو د پالنې ترڅنګ وخت په وخت د دوی له کورنیو سره هم مرسته کول.
خبرگزاری زنان افغانستان