په کندهار کې د یوه پوهنتون او یوه خصوصی انستیتیوت د ۲۹ تنو ښځینه محصلینو په ګډون ۲۲۱ تنو د فراغت مراسم ولمانځل
په کندهار کې د یوه پوهنتون او یوه خصوصی انستیتیوت د ۲۹ تنو ښځینه محصلینو په ګډون ۲۲۱ تنو د فراغت مراسم ولمانځل

په کندهار ولایت کې د ۲۹ نجونو په ګډون ۲۲۱ زده کوونکو د فراغت مراسم ولمانځل. دغه محصلین د ژورنالیزم، حقوقو او سیاسی علومو، کمپیوټر ساینس، ادارې او مدیریت، انګریزی ادبیاتو او بانکدارۍ له پوهنځیو څخه فارغ شوی دی. له دغو محصلینو له جملو څخه یوه ۲۲ کلنه فاطمه وایی، خوښه ده، چې له پوهنتون […]


په کندهار ولایت کې د ۲۹ نجونو په ګډون ۲۲۱ زده کوونکو د فراغت مراسم ولمانځل. دغه محصلین د ژورنالیزم، حقوقو او سیاسی علومو، کمپیوټر ساینس، ادارې او مدیریت، انګریزی ادبیاتو او بانکدارۍ له پوهنځیو څخه فارغ شوی دی.

له دغو محصلینو له جملو څخه یوه ۲۲ کلنه فاطمه وایی، خوښه ده، چې له پوهنتون څخه په داسې حال کې فارغه شوه، چې د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه شته.

دغه ځوانه نجلۍ چې د ژورنالېزم له پوهنځی څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړى، وایی چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یې یواځې مور ورسره مرسته کړې ده.

فاطمه زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر نجونو ډېر محدودیتونه ولګول شول او ښوونځیو ته د تلو اجازه یې هم نه ورکوله، نو نن ډېره خوشحاله ده.

هغه په ​​یوه سیمه ییزه راډیو کې د وړاندې کوونکی په توګه کار کاوه او وایی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

فاطمه وویل: “له بده مرغه طالبان هیڅ ښځینه خبریال ته اجازه نه ورکوی چې په سیمه ییزو رسنیو کې کار وکړی.”

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یادې راډیو مسوولینو له دندې ګوښه کړ او په ورته وخت کې یې د پوهنتون د پرېښودو پرېکړه وکړه. خو د مور د ملاتړ له امله یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او نن فارغ شو.

د قادری انسټیټیوټ مشر محب الله قادری وایی، له یاد انستیتیوت څخه د ۱۸ ښځینه محصلینو په ګډون ۱۱۰ تنه فارغ شوی دی.

د “میرویس نیکه” پوهنتون اداری مدیر بخت محمد ریحان هم وویل، چې نن له دغه پوهنتون څخه د ۱۳۰ تنو محصلینو له ډلې څخه چې ۱۱ تنه یې نجونې دی، فارغ شوی دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو له زده کړو سره د طالبانو له مخالفت سره سره، د پوهنتون نجونې په پوهنتونونو کې د ګډون حق لری، چې د حجاب د اغوستلو په ګډون ډېر محدودیتونه هم لری.

خبرگزاری زنان افغانستان