خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت په نشه یی توکو روږدی یوه سړی خپله ځوانه مېرمن د رسۍ په وسیله وهلې او وژلې ده. د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په ډاګه شی، خبرگزاری زنان افغان ته دغه خبر تایید کړ او ویې […]
خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت په نشه یی توکو روږدی یوه سړی خپله ځوانه مېرمن د رسۍ په وسیله وهلې او وژلې ده.
د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په ډاګه شی، خبرگزاری زنان افغان ته دغه خبر تایید کړ او ویې ویل چې دغه معتاد تېره شپه له وژلو وروسته تښتېدلى دى.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کندهار ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې د “ارګ” په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د وحید په نوم دغه کس شاوخوا ٢۵ کاله عمر درلود او په نشه یی توکو روږدی و.
سرچینه وایی، چې وحید له خپلې مېرمنې څخه د توکو د چمتو کولو لپاره پیسې غوښتې او له مخالفت سره مخ شو.
سرچینه زیاتوی، چې وحید او مېرمن یې اته کاله مخکې واده کړى و او درې ماشومان لری، چې عمرونه یې له درېیو څخه تر شپږو کلونو پورې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې قتلونه او تاوتریخوالی زیات شوی او د طالبانو له خوا د رسنیو د سخت سانسور له امله د دغو پېښو ډېری راپورونه نه ورکول کېږی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#