په کندهار کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان سوځولی دی
په کندهار کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان سوځولی دی

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې اتلس کلنې نجلۍ ځان سوځولی دی. یوې ځایی سرچینې ډیلی نیوز ورځپاڼې ته ویلی، چې دغې نجلۍ پرون “سه شنبه د اسد ۲۵مه” د میوند ولسوالۍ په بازار کې ځان سوځولی دی. سرچینې زیاته کړه، چې دغه نجلۍ ١٨ کلنه وه او یو کال مخکې یې واده کړى […]

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې اتلس کلنې نجلۍ ځان سوځولی دی.

یوې ځایی سرچینې ډیلی نیوز ورځپاڼې ته ویلی، چې دغې نجلۍ پرون “سه شنبه د اسد ۲۵مه” د میوند ولسوالۍ په بازار کې ځان سوځولی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه نجلۍ ١٨ کلنه وه او یو کال مخکې یې واده کړى و.

د سرچینې په وینا، د دې ځوانې مېرمنې د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخولی و.

دوه اونۍ وړاندې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځان ته اور ورته کړٸ و.

د دغې ښځې د ځان سوځونې انګیزه هم کورنۍ تاوتریخوالى بلل شوى او د دې قضیې په تړاو د هغې د خاوند خپلوان نیول شوی دی.

خبرگزری زنان افغانستان