هرکال په ګرمسېره ولایتونو کې تعلیمی کال د سنبلې یا وږی په پنځلسمه پیلېږی شااوخواله نهومیاشتو زده کړوورسته د جوزا لومړۍ نیټې کلنۍ ازموینې پیلېږی چې پنځلس ورځو امتحان وروسته پاى ته رسېږی، دسږنی تعلیمی کال کلنۍ ازموینې داسې حال کې پیلېږی چې لاهم د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پرمخ ښوونځی تړل شوی […]
هرکال په ګرمسېره ولایتونو کې تعلیمی کال د سنبلې یا وږی په پنځلسمه پیلېږی شااوخواله نهومیاشتو زده کړوورسته د جوزا لومړۍ نیټې کلنۍ ازموینې پیلېږی چې پنځلس ورځو امتحان وروسته پاى ته رسېږی، دسږنی تعلیمی کال کلنۍ ازموینې داسې حال کې پیلېږی چې لاهم د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پرمخ ښوونځی تړل شوی او یوازې هغو نجونو څخه امتحان اخستل کېږی چې له شپږم ټولګی څخه ښکته په زده کړو بوختې وې چې دې کار زده کـونکې اندیښمنې کړی.
شیلا په ننګرهار ولایت کې د یو دولتی ښوونځی د یولسم ټولګی زدکوونکې ده وایی( څه مو د کرونا وبا او څه مو د سیاسی تحولاتو له امله ښوونځی تړل شوی،اوس چې هرڅه سم شول طالبان اجازه نه راکوی چې ښوونځی ته لاړ شو،تېر کال به مو دا وخت د امتحان لپاره چمتوالى درلود مګر سږکال د بندیانو په شان کور کې ناست یو)
د دولتی ښوونځی یوبله زده کوونکې ستاره بیا خپل راتلونکی ته اندیښمنه ده، هغه وایی(د اسلامی امارت له لورې د ښوونځیو تړل کېدو له امله مې راتلونکى راته تیاره ښکاری شااو خوا دوه سوه ورځې وشوې چې ښوونځی مو تړل شوی آیا پوهېږٸ چې یوه ورځ د ښوونځیو په تړلوله پرمختګ نه څومره شاته پاتې کېږو؟)
هغه وایی اسلامی امارت چې څومره قیودات پرمونږ وضع کوی وضع دې کړی خو ښوونځی دې د نجونو پرمخ پرانیزی.
بسمینه د ننګرهار ولایت کې د یو دولتی ښوونځی د نهم ټولګی زده کوونکې ده وایی(نن د جوزا دوهمه په ټولو ګرمسېره ولایتونو کې د تعلیمی کال کلنۍ ازموینې پیل شوې زمونږ له عمره کال دا کال هم کم شو خو پرته له زده کړو،یو کال مو درس نه دى ویلى له اسلامی امارت څخه هیله کوم چې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی پرانیزی ترڅو په عادی ډول خپل درسونو ته ادامه ورکوړو او د افغانستان په آبادۍ کې خپل رول ادا کړو)
د افغانستان په ګرمسېره ولایتونو کې نن د کلنیو ازموینـو لومړۍ ورځ وه خـو دا کال ازموینې یوازې د هغو نجونو اخیستل کېږی چې د ابتدایه ښوونځی زده کوونکې دی،لا تراوسه روښانه نه ده چې اسلامی امارت به کله د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو زده کړو ته اجازه ورکوی.
څه موده وړاندې د طالبانو معارف وزارت مسولینو رسنیو ته ویلی و چې ددوى له لورې د یو منظمې طرحې له جوړېدو وروسته به له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځی پرانیزی.