د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلی چې طالبانو په ۱۱۸ سختو حکمونو او لارښوونو کې ښځې په نښه کړی دی.
د دغه سازمان څېړونکو له څېړنو وروسته ویلی، چې طالبان د خپل ظالم رژیم د توجیه کولو لپاره له دینی لارښوونو د یوې وسیلې په توګه کار اخلی.
دغه سازمان وایی چې د طالبانو نوی قانون په میلیونونو افغان ښځې او نجونې په “ویره او ناڅرګندتیا” کې اچولی دی.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو قانون له اسلامی لارښوونو ناسم تعبیر شوی او یو شمېر دینی عالمانو د ښځو د شرمګاه په اړه د طالبانو د چارواکو نظرونه ننګولی او ویلی یې دی، چې له دینی لارښوونو څخه دا ډول استدلالونه د قرآن پر بنسټ سنت نه دی.
خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکی وایی، په داسې حال کې چې طالبان د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضع کوی او د دینی لارښوونو خلاف دی، خو د دې ډلې غړی په اخلاقی او اداری فساد کې ککړ دی او هېڅکله مجازات نه دی شوی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس