پکتیا: که د انجونو ښوونځی خلاص نشو د طالبانو خلاف پاڅون کوو
پکتیا: که د انجونو ښوونځی خلاص نشو د طالبانو خلاف پاڅون کوو

پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بېرته تړل کېدو وروسته، د ځایی قومی مشرانو جرګې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې دوی نور زغم نه لری او ژر تر ژره دې ښوونځی پرانېستل شی. په جرګه کې قومی مشرانو ویلی، که دا ځل طالبان خپله ژمنه ماته کړی پر ضد یې پاڅون کوی. هغه مهال به ټول […]

پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بېرته تړل کېدو وروسته، د ځایی قومی مشرانو جرګې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې دوی نور زغم نه لری او ژر تر ژره دې ښوونځی پرانېستل شی.

په جرګه کې قومی مشرانو ویلی، که دا ځل طالبان خپله ژمنه ماته کړی پر ضد یې پاڅون کوی. هغه مهال به ټول مسوولیت د طالبانو پر غاړه وی.

تېره اونۍ طالبان او قومی مشران د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه سلا شوی وو، خو د نامعلومه دلایلو له امله بېرته وتړل شول.

یاده دې وی چې پکتیانۍ انجونوسوله ایز لاریون هم کړی و چې د درې استادانو ترڅنګ ۱۳ تنه زدکوونکې هم طالبانو نیولې وې چې تراوسه یې د خلاصون کوم راپور نشته.