‏ چادرې شرعی حجاب نه دی او دښځو مخ ،لاسونه او پښې پتول نشته!
‏ چادرې شرعی حجاب نه دی او دښځو مخ ،لاسونه او پښې پتول نشته!
 د طالبانو امر بالمعروف نوي قانون په تړاو چې ښځې يې د چادري په اغوستلو مکلفې کړي،

د طالبانو امر بالمعروف نوی قانون په تړاو چې ښځې یې د چادری په اغوستلو مکلفې کړی،

او د هغوی غږ یې عورت بللی، د ګلبدین حکمتیار یوه مقاله خپره کړې او نوموړی د ښځو مخ، لاسونه او پښې پټول د تنګ نظرو خلکو کار او د اسلام دین له احکامو څخه ناخبری ښودلې ده.

ښاغلی حکمتیار لیکلی، په شرعی حجاب کې چادری او هغه ته ورته څه نشته او نه هم ښځې د مخ، لاسونو او تر بجلکو د پښو په پټولو مکلفې دی:

«د ښځو شرعی لباس هماغه دی، چې د حج په مراسمو کې باید مراعت شی.

د حج مراسمو کې ښځې مکلفې دی، چې خپل مخ او لاسونه ښکاره کړی او په جومات او کور کې پنځه وخته لمونځ کې هم هغوی ته امر نه دی شوی، چې مخ، لاسونه او تر بجلکو دې پښې پټې کړی.»

حکمتیار وایی، د دغو مواردو په اړه د ټولو فقهاوو، ائمه علماوو او مذاهبو رایه یوه ده، پرته له ځینو تنګ نظرو څخه.

حکمتیار د خپلې دې ادعا لپاره د ټولو مذاهبو رایې، د قرانکریم یو شمېر ایتونه او ګڼ احادیث رانقل کړی او په دې مورد کې یې د طالبانو امر بالمعروف تازه توشیح شوی قانون ننګولی دی.

 

دښځوو خبرې آژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس