د افغانستان د ښځو خبری آژانس:په دولتی ښوونځیو کې یوشمیر ښوونکې وایی د پخوا په پرتله یې د کار چاپیریال سخت شوى او په کاری ساحه کې د طالبانو لخوا د سختو فشارونو سره مخ دی. کریمه(مستعارنوم) چې په یو دولتی ښوونځی کې دښوونکې په توګه دنده ترسره کوی وایی د طالبانو لخوا ورته نوې-نوې […]
د افغانستان د ښځو خبری آژانس:په دولتی ښوونځیو کې یوشمیر ښوونکې وایی د پخوا په پرتله یې د کار چاپیریال سخت شوى او په کاری ساحه کې د طالبانو لخوا د سختو فشارونو سره مخ دی.
کریمه(مستعارنوم) چې په یو دولتی ښوونځی کې دښوونکې په توګه دنده ترسره کوی وایی د طالبانو لخوا ورته نوې-نوې سپارښتنې کېږی چې دوى یې محدود کړی دی،هغه زیاتوی”هفته کې یوځل یو نوى حکم مو ښوونځی ته راځی چې مونږ سخت فشار سره مخ کوی،امربالمعروف لخوا راته سپارښتنې کېږی چې باید په ټولګیو کې مخ پټ کړو او ماسک وکاروو،زمونږ ټولې زده کوونکې نجـونې دی نو څنګه مخ پټ کړو،په لوړ غږ ونه خاندو،نوکان پرېنږدوى،ددنوکانو رنګ ونه وهو،لاسونو ته دستکشې واغوندو اولوى څادر او لویې جامې واغوندو مونږ خو له پخوا حجاب مراعتاوه خو ددوى لخوا هرځل د حجاب د مراعاتولو په اړه مونږ ته ویل کېږی”
شاهده هم پرښوونکو د طالبانو لخوا له محدودیتونو شکایت کوی وایی”د طالبانو معارف چارواکو مو مدیرانو ته ویلی چې ښوونکو ته رخصتی مه ورکوی پرته لدې چې دوى نږدی کسان مړ شوی وی،کله چې ناروغه یو،یا کوم بل اړین کار ولرو مدیر رخصتی نه راکوی که هر ډول حالت سره مخ یو مجبور یو چې ښوونځی ته راشو”
دهغې په وینا پر ښوونکو محدودیتونو یې له دندې زړه ورتور کړى او له روانی ستونزو سره یې مخ کړې.
رونشناسان وایی د پخوا په پرتله د روانی ناروغانو ورتګ ددوى کلینیکونو ته زیات شوى چې ۹۵سلنه یې د ښوونکې،له زده کړو او کاره منع شوې نجونې دی.
د ښوونځیو پرښوونکو د محدودیتونوډیرېدو خبره په داسې حال کې کېږی چې طالبانو د ۷۹۲ورځو راهیسې د شپږم ټولګی څخه پورته دنجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلی او له نهه کالو پورته عمر لرونکې نجونې له ښوونځیو منع شوې دی.