ښوونځې او پوهنتونونه د انجونې پر مخ به هیڅ کله خلاص نشې !
ښوونځې او پوهنتونونه د انجونې پر مخ به هیڅ کله خلاص نشې !
د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو په وزارت کې یوې باوري او باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي ،

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو په وزارت کې یوې باوری او باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلی ،

چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده، د دوی لومړی وزیر حسن اخند، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د هبت الله اخندزاده څو نور نږدې ملګری یې نیولی دی.

په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر مخ نه خلاصیږی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت دغه چارواکی هم ویلی،

چې د طالبانو د مشر او د هغه د خپلوانو تر منځ د دې هوکړې له مخې به هېڅکله ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانېستل شی.

سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو مشر د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل د “لویدیځ او امریکا د امرونو د تسلیمېدو” په سترګه ګوری.

له څه باندې درې کلونو راهیسې طالبانو د نجونو زده کوونکو لپاره تر شپږم ټولګی پورې ښوونځی او د ښځو او نجونو ټول تعلیمی مرکزونه تړلی دی.

طالبانو ویلی دی چې دا پریکړه به تر بلې خبرتیا پورې دوام وکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه سیاستونه تل د ملګرو ملتونو، امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 

دښځوو خبرې آژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس