ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتېدل او عدالت ته نه لاسرسى:
ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتېدل او عدالت ته نه لاسرسى:

لیکونکې:فاطمه صمیمی تاوتریخوالى هغه بده پدیده ده چې هیڅ داسې هیواد نشته چې ترې اغېزمن شوى نه وی. تاوتریخوالى په مختلفو بڼو مختلف اقشار ځوروی او ژوند یې له ستونزو سره مخ کوی چې یو له هغو میرمنې دی. که څه هم په ټوله نړۍ کې مذهبی،وضعی او تقنینی قوانین شتون لری مګر بیا هم […]

لیکونکې:فاطمه صمیمی
تاوتریخوالى هغه بده پدیده ده چې هیڅ داسې هیواد نشته چې ترې اغېزمن شوى نه وی.
تاوتریخوالى په مختلفو بڼو مختلف اقشار ځوروی او ژوند یې له ستونزو سره مخ کوی چې یو له هغو میرمنې دی.
که څه هم په ټوله نړۍ کې مذهبی،وضعی او تقنینی قوانین شتون لری مګر بیا هم ښځینه طبقه له تاوتریخوالی څخه په آمان کې نه ده آن په نړیواله سطحه د سولې ساحې هم لدې ناوړه پدیدې په آمان نه دی.خو د نورې نړۍ په پرتله له بده مرغه په افغانستان کې تاوتریخوالى بیا په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کچه نسبتاً زیاته ده.
دا چې ولې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى زیات دى لاندې لاملونه لری:
دنرواکې ټولنې شتون،د علم کمښت،د حقوقوڅخه عدم اګاهی، ناوړه رسم و رواج،نړیوال قوانینو اغېزې، ناوړه فکر چې ښځینه د نارینه و ملکیت دى،په ولایاتو کې د ښځو لپاره د آمن خونونشتون،د پردیو پرژو له مخې د ښځوحقوقو افراطی حق غوښتنه…
-نرواکې ټولنې شتون هغه څه دی چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى زیات شی.
په افغانی ټولنه کې د نرواکۍ له امله ښځه هر څه چې خاوند یې ووایی باید پرته له اعتراض،دلیل او “نه” ویلو یې منی. ښځینه په پټه خوله د نارینه و خبرې منی که یې ونه منی نو د سړیو له لخوا یې ژوند تریخیږی او دا عادت او رواج له پخوا څخه تردې مهاله په افغانی ټولنې کې نسل څخه بل نسل او له یوه ځاى څخه بل ځاى ته انتقال شوى او انتقالیږی.
-د علم کمښت: د زده کړې او تعلیم د کچې کمښت بل لامل دى چې په افغانی ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی درجه یې لوړه کړې. دلته دواړه لورې(ښځینه او نارینه) کمه پوهی ددې سبب ګرځېدلې تر څو د یوبل حقوقو او وجایب په سمه توګه درک او پلی نشی.کله چې دوی د یوبل په حقوقو او پروړاندې یې مکلفیتونه ونه پېژنی د ښځو په وړاندې زهنی،لفظی او ان فزیکی تاوتریخوالى رامنځته کېږی او ځینی وخت په ځان وژنې پاى مومی .
-د ښځو له حقوقو د نارینه او ښځینه عدم اګاهی هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالى زیادښت ته لاره هواره کړی، ځکه کله چې ښځه پخپلو حقوقو پوهه نشی او خپل مسٶلیتونه او حدود درک نه کړی او نارینه هم د ښځو حقوق ونه پېژنی او وریې نه کړی تاوتریخوالى رامنځته کېږی.
-د افغانی ټولنې ځینی ناوړه رسوم او رواجونه مثلا د ښځو په بدو کې ورکول،کم عمره نجونې ودول،د هغوى له خوښې پرته په نکاح ورکول،اجباری ودونه،د په لور او خور زده کړه کول او دفاتروکې کارکول یې عار ګڼل،په ښځو ولور اخیستل، په بدل نکاح ورکول… هغه کلتوری لاملونه دی چې ښځینه قشر یې په افغانی ټولنه کې د تاوتریخوالی سره مخ کړى.
که څه هم د جمهوریت په شکل کلنه دوره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی کمولواو مخنیوی لپاره ډېر کار وشو خو د تاوتریخوالی په کمولو کې بشپړې بریالۍ هڅې نه وې.
مدنی فعاله وګمه بارکزۍ وایی( د میرمنو له نومه سمبولیکه استفاده د او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمولو پروژې یوازې د پروژو په شکل پلی شوې ولې څنګه چې پکار وه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی کمولولپاره مبارزې باید دوامداره او اساسی کار ورته شوى وى ونه شو خو بیا هم یوشمیر ادارې او موسسات موجود و چې دپام وړ کارونه یې په دې برخه کې وکړل)
د ښځو چارو وزارت،لویه څارنوالی،محکمې او ځینی غیر دولتی موسساتود ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی په مخنیوی کې کارکړى همدارنګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی قانو چې په ۲۰۰۹م کال د پارلمان لخوا تصویب شو ترڅو د ښځو پر واندې تاوتریخوالى کم کړی. باوجود دیادو اورګانونو کار کولو وخت هم د تاوتریخوالی کچه په افغانستان کې زیاته وه.
مثالاً:په تېرکې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرې قضیې ثبت شوې دی چې یو له هغو په ۱۳۹۹هـ ش کال ۷۲۰۳قضیې وې. چې دا شمېر راښایی د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کچه زیاته وه او لا روان دى.
ددې ترڅنګ جینوا کنفرانس هم په ۲۰۲۰کال ویلی و چې افغانستان هغه هیواد چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى پکې ډېر دى
همدارنګه په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ادرې(یوناما )په ډسمبر کې په یو راپور کې ویلی ٶ چې(د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى په داسې حال کې ډیرېږی)چې ښځې او نجونې قضایی سیسټم ته لاسرسى نه لری.
خو اوسنی وخت کې د ښځو پر وړاندې تاوریخوالى د پخوانی هغه سره دا توپیر لری چې په شل کلن جمهوری دوره کې ښځو او انجونو د تاوتریخوالی قضیې ثبتولې خو؛ اوس وخت کې چې حکومت د طالبانو په لاس کې دى د ښځې دقضیو د ثبت کولو څخه وېره لری او نه داسې کوم ځانګړى اورګان شته چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی کې کار وکړی او عاملین یې مجازات کړی.
د تېرنظام کې دکونړ ښځو چارو ریاست رئیسه حمیده نورزۍ
وای (د طالبانو له خوا ویل شوی چی ښځینه خپلې قضیې ثبت کړی لاکن د ښځینه و لپاره منظمې ادارې او کارمندانو نه شتون ددی لامل شوى چې دښځینه و قضیو ثبت دې کم رنګه شی همدارنګه ښځینه په طالبانو زیات باور نه لری او له طالبانو څخه دهغوى ویره ددې لامل شوى چې اوس وخت کی دتاوتریخوالی قضیې لا پسې زیاتې شی.
د هغې په وینا دښځینه و لپاره دتېر په څېر یو مستقله اداره جوړول چې وکولای شی دښځو فعالیتونه همغږی کړی د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالی کچې په کمولو کې اغېزمنه تمامیدلى شی.
په اوس وخت کې د طالبانو لخو د ۲۹متعرضو ښځو زندانې کول،په بدخشان کې د ښځې سنګسارول،په کندهارکې د دسرپرې شوې ښځې جسد موندل، په مختلفو ولایتونه کې د ښځینه ٶ وژنه،د کاراو له زده کړو نجونو او ښځو منع کول… دا راښایی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کچه په زیاتېدو ده دا یوازې هغه پیښې دی چې رسنیزې شوی. دې ته ورته نورې پیښې هم شته چې راپور شوې نه دی.
دا چې طالبانو حکومت به د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمولو لپاره کار وکړی که نه؟او د ښځو لپاره به مستقل عدالت دلاسرسی اداره رامنځته کړی که نه ؟
دا هغه پوښتنې دی چې وخت به ورته ځواب ووایی.