لیکونکې: فاطمه صمیمی عقیده یی افراطیت، کلتوری سانسور، ناسم رواجونه، د نظامونو بدلون، ناسم فکری پوهاوی او انسانی تبعض هغه وژونکی وایروسونه دی چې د یوې ټولنې مظلوم قشر داسې ځپی چې بیا یې غړېدل داسې برېښی لکه په یوې سوزونکې دښته کې د ګلاب ګل پرته له اوبو زرغونېدل. د دریمې نړۍ ټولنې او […]
لیکونکې: فاطمه صمیمی
عقیده یی افراطیت، کلتوری سانسور، ناسم رواجونه، د نظامونو بدلون، ناسم فکری پوهاوی او انسانی تبعض هغه وژونکی وایروسونه دی چې د یوې ټولنې مظلوم قشر داسې ځپی چې بیا یې غړېدل داسې برېښی لکه په یوې سوزونکې دښته کې د ګلاب ګل پرته له اوبو زرغونېدل.
د دریمې نړۍ ټولنې او هېوادونه په فکری لحاظ دومره وروسته پاتی او افراطی ذهنیت درلودونکی وی چې نه خپله پرمختګ کولای شی، او نه هغوی ته اجازه ورکوی چې د خپلې پوهې او وړتیاو پر بنسټ کولای شی، خپله ټولنه له تیارو لرې او د یو هوسا سهار لیدونکی شی.
دوی کله کله داسې حالت کې هم مشاهده کېدی شی چې ښه پوهېږی، مسیر یې ناسم، خو بیا هم د یو ضد او مجهول فکر پر اساس خپل تګ ته ادامه ورکوی او داسې پرېکړې کوی چې نه یواځې مظلوم قشر تر فشار لاندې راولی، بلکې خپله هم له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وی.
آفغانستان هم یو له هغو مذهبی او افراطی ټولنو ګڼل کېږی چې ډېری خلک یې د عقیدې او ناسم کلتور له امله د تورو تیارو کوربانه دی.دلته د بیان آزادی، د حقوقو دفاع او غوښتنه او هغه څه چې د یوې ټولنې د ضرورت پر اساس یو شخص ته ورکول کېږی، وګړی ترې محروم ساتل کېږی. او یا دومره ورکول کېږی چې د هېڅ رنځ دوا نه شی کېدی. په عقیده کې افراط تر هغه ځایه غوړېدلی لکه یو شخص چې خپله د لمانځه پر مانا نه پوهېږی خو بل شخص د نه پوهېدو په صورت کې د قبر تورو تمبو ته ورسپاری. افغانستان د دریمې نړۍ یو له داسې هېوادونو ګڼل کېږی چې د نظام بدلون یې تل د ټوپک او شخصی ګټو په خاطر په هره لسیزه کې دوه ځل بدلون کوی. په هر حال راځم اصلې موخې ته، هغه دا چې په داسې افراطی ټولنو کې د مظلوم ښځېنه قشر ژوند څنګه تېریږی او هغه حقوق چې یوې ښځې ته د اسلام او ولسواکۍ پر بناء ورکول کېږی، ترې مستفیدې دی او که لا چنې ته شوی.
افغانستان په تېرو نویمو کلونو کې د یو داسې نظام څښتن ؤ چې د ښځې تعلیم په کې کفر ګڼل کېدۀ. داسې متل به کېدۀ چې؛ ښځه د کور ده یا د ګور. د ښځو اسلامی او طبیعی حقوق په کې په ظلم له دوی اخېستل شوی ؤل. د نجونو تعلیم ته په هېڅ عذر اجازه نه ورکول کېده، خو هېچا دا نه غوښتل چې په وخت د ولادت یې د ښځې درملنه یو نارینه ډاکټر وکړی. د میراث حق چې د اسلام مبارک دین ښځې ته ورکړی، غوښتل یې لا هم د ښځې لپاره “پیغور ګڼل کېدۀ او لا هم ګڼل کېږی “دې ظلم او تیارو څه کم یوه لسیزه دوام وکړ او پای ته ورسېد. نوی نظام رامنځ ته شو. افراطیت هومره محار شو چې د نجونو تعلیم او دنده کول په کې عادی وګڼل شول او همداسې دې فکری ودې دوه لسیزې دوام وکړ او هغه څه چې د یوې ټولنې وګړی ترې باید برخمن شی، برخمن شول،خو له بده مرغه هغه کېښتۍ چې په تېرو دوه لسیزو کې پر سم لوری رهی شوې وه، بیا یې په جبر د تګ مخه ونیول شوه او داسې فکری باور رامنځ ته شو چې ښځه د کور ده یا د ګور.
په تېر اګست میاشت کې جمهوریت ړنګ او مخالفه وسلواله ډله طالبان بیا د کابل پر تخت حاکم شول. دا چې دوی د ښځو پر وړاندې کومې کارنامې او ظلم وکړ، په لاندې څو ټکو کې یې خلاصه کوو.
۱: له زده کړو د نجونو محرومېدل
د نوی رابلل شوی نظام چې لا یې هم نړیوال د رسمیت پېژندلو په برخه کې دلچسپی نه لری، لومړی ظلم یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړل هغه وژونکی زخم دی چې لا یې ټپ نه دی رغېدلی او د ټولنې نیمه برخه چې ښځه یې جوړوی، له خپلو ډېری حقوقو بې برخې ژوند تېروی.
۲: په کاری چاپیریال کې د هغوی بې برخې کېدل
دویم کار چې د ښځو پر وړاندې ترسره شو، له دندو لاس پرسر کېدل ؤ چې هغه کورنۍ چې نفقه یې یواځېنیو لوڼو برابروله، ترې محرومې او د غربت پر ټغر یې پرېښودل.
۳:د اسلامی نصوصو په رڼا کې د ښځو له حقوقو په سپین سترګۍ سترګې پټول.
۴: د بیان د آزادۍ له حق څخه محرومېدل.
۵: د خپلو لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره له کور د وتلو په صورت کې د هغوی ربړونه او رټل.
۶:ناسم افراطی کلتور پرې په جبر منل لکه داسې حجاب سپارښتنه چې په هېڅ اسلامی ټولنه کې یې څرک نه لیدل کېږی او نه لیدل شوی.
۷:په جبر او بدو کې ودول.
د سمون سپارښتنې
که چېرته مونږ غواړو چې هغه انسانی، طبیعی او اسلامی حقوق چې یوې ښځې ته باید ورکړل شی او په ټولنه کې د افراطی عقیدې او د یو ظالم او بې مانا کلتور ښکار نه شی، باید ځینې اړینې سپارښتنې په نظر کې ونیسو چې له امله یې دغه ستونزې کنټرول کېدای شی، نو د حل لارو په موخه یې دلته څو بیانوو
۱:عامه پوهاوی
د ښځو د حقونو او په ټولنه کې یې د ورکړې لپاره د د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوی د پیغامونو خپرول.
۲:د پوهنې او پوهنیز چاپیریال پراختیا
په لرې پرتو او کلیوالی سیمو کې ددې ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې پوهنیز چاپیریال لا پیاوړی شی، تر څو خلک ورته لاسرسی ولری، تر څو دا بدبینی او ناسم پوهاوی له منځه لاړ شی.
۳:له اسلام مبارک دین پوهاوی
په دې هکله پوهاوی ورکول چې اسلام کوم حقوق ښځو ته ورکړی او کله باید ورکړل شی.
۴:د علماوو له لوری پر منمبر د زده کړو او په ځانګړی ډول د ښځینو ښوونیز بهیر لپاره د اجازې ورکولو ذهنیت سازی.
۵:د علمی بنسټونو له لوری د عامه پوهاوی ټرینګونه په لرې پرتو سیمو کې برابرول.