ښځې: د دوحې د ناستې پایلې د ښځو له شتون پرته د منلو وړ نه دی
ښځې: د دوحې د ناستې پایلې د ښځو له شتون پرته د منلو وړ نه دی

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه په نېږدې کېدو ده، د ښځو د اعتراضونو د غورځنګ مخکښو غړو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستی لیک کې په دې غونډه کې د ښځو د معقول ګډون غوښتنه کړې ده. د ښځو پرانیستی لیک چې د څه باندې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه په نېږدې کېدو ده، د ښځو د اعتراضونو د غورځنګ مخکښو غړو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستی لیک کې په دې غونډه کې د ښځو د معقول ګډون غوښتنه کړې ده.

د ښځو پرانیستی لیک چې د څه باندې لسو اعتراضی خوځښتونو لاسلیکونه لری، د چهارشنبې په ورځ د “دلو په ۱۱ مه” د ښځو د حقونو د فعالانو تر منځ له یوې مجازی غونډې وروسته صادر شو او په هغې کې ټینګار شوی چې د افغانستان د برخلیک په اړه د ښځو له مشورې پرته د هرې پرېکړې پایله نه شی کېدای.

په دې لیک کې ویل شوی چې د ښځو معنوی شتون په داسې حال کې حیاتی دی چې په افغانستان کې د نجونو د خپلسری نیولو، وژنې او د جنسیتی تبعیض په ګډون د دغې ډلې له حقونو څخه سرغړونې روانې دی.

د یادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېږی. دا په دوحه کې د افغانستان په اړه دویمه غونډه ده.

شاوخوا اته میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په لومړۍ غونډه کې افغان مېرمنې ګډون نه درلود.