پر وخت د صفایی کتابچو د پیسو نه تحویلولو له وجې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو ښاروالۍ د خلکو کورونه مهرلاک کړی، او د کور خلک اجازه نه لری د پیسو تر تحویلولو وړاندې د خوړو په اخیستو او نورو ورځنیو کارونو پسې له کوره بهر ووځی یا داخل شی.
دغه مهرلاک شوی کور د یو متقاعد مامور دی او نوموړی سرچینې ته وویل، چې د تقاعد پیسې مې رانکړل شی، نو زه څه ډول د تېرو شلو کلونو د صفایی کتابچې پیسې تحویل کړم: «عجیب نظام دی، له ما د تېرو شلو کلونو بقایه غواړی، خو حاضر نه دی زما د لسیزو د کار د تقاعد پیسې راکړی.
راته مخامخ ویل وایی، چې نور د تقاعد پیسو پسې مه راځئ کنه په دا سر به مو په مرمۍ وولو.»
په مکروریانونو کې هم د صفایی کتابچو د پیسو پر سر د طالبانو د ښاروالۍ کسانو د بلاکونو د بدرف یا تشنابونو نلونه ویلډنګ کړی، چې د خلکو د کورونو کمودونه ډک شی.
دغه راز له څو ورځو راهیسې په ولایتونو کې هم د فعالیت جوازونو او مالیې پر سر د مارکېټونو د مهرلاک لړۍ پیل شوې ده.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس