خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتانبایوا سره په کتنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانستلو ټینګار وکړ. ښاغلی کرزی پرون “دوشنبه د ثور ۴مه” په یوه ټویټ کې ویلی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له […]
خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتانبایوا سره په کتنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانستلو ټینګار وکړ.
ښاغلی کرزی پرون “دوشنبه د ثور ۴مه” په یوه ټویټ کې ویلی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتانبایوا سره یې وکتل.
هغه زیاته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړی ډول د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو او په کورنیو او بهرنیو غیر دولتی ادارو او ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی کرزی همداراز لیکلی، چې په دې کتنه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په افغانستان کې د ملی بحث پیل ضروری وګڼل شو او د دوحې په راتلونکې غونډه او له نړیوالې ټولنې څخه د افغانانو پر توقعاتو هم خبرې وشوې.
د امینه محمد دغه څرګندونې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له توند غبرګون سره مخ شوې. یو شمېر ښځو او نجونو د هغه څرګندونې د طالبانو لپاره لابی وبللې او په کلکه یې وغندلې. یو شمېر یې له امینه محمد څخه هم د دغو څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
اینهمه درحالی اتفاق میافتد که طالبان چند هفته پیش، زنان را از کار در دفاتر سازمان ملل متحد در افغانستان منع کردند.
خبرگزاری زنان افغان