کندهار: د ښوونکی ورځ د دوهم کال لپاره له ښځینه زده کوونکو او ښوونکو پرته ولمانځل شوه
کندهار: د ښوونکی ورځ د دوهم کال لپاره له ښځینه زده کوونکو او ښوونکو پرته ولمانځل شوه

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې زده کوونکی او ښوونکی د دوهم کال لپاره د ښوونکی نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځی چې لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دی. د اکتوبر پنځمه د ښوونکی نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی، […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې زده کوونکی او ښوونکی د دوهم کال لپاره د ښوونکی نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځی چې لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دی.

د اکتوبر پنځمه د ښوونکی نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی، خو داسې ښکاری چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض هم پر ښوونکو اغېز کړی دی.

که څه هم د وزګارو ښځینه ښوونکو د شمېر په اړه کره شمېره نشته، خو د اسلامی امارت له جوړېدو وړاندې د کندهار په ښوونځیو کې شاوخوا ۵۰ سلنه ښوونکی ښځې وې او د کارپوهانو په اند دا شمېره په بې سارې توګه کمه شوې ده.

د کندهار ښار د یوه ښوونځی ښوونکې حسنا حمیدی وایی، چې پر دې سربېره ښوونکې هم یوه مور ده او د خپلو لوڼو او نورو زده کوونکو چې له زده کړو بې برخې دی، درد کوی.

د اغلې حمیدې په وینا، د ټولنې نیمایی برخه له ښځو جوړه ده او که نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شی، ټولنه به “هیڅکله پرمختګ ونه کړی”.

هغه چې له ۳۰ کلونو راهیسې تدریس کوی، زیاتوی، خوښ یم چې ښوونکی یم او کولای شم په دې لاره کې ټولنې، خلکو او د هېواد بچیانو ته خدمت وکړم.

اغلې حمیدی چې د خپلې کورنۍ مشره هم ده، وایی، چې له دې عاید سره په سختۍ سره ژوند کولاى شی او له دولت څخه غوښتنه کوی، چې د دوى اقتصادی حالت ته پاملرنه وکړی.

هغه زیاتوی، چې د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو له امله ښځینه زده کوونکی ډېر مایوسه شوی او یو شمېر یې کور ته راغلی او پوښتنه کوی، چې د نجونو لپاره به ښوونځی پرانېستل شی.

دغه میرمن د نجونو پر مورال باندې د ښوونځیو د تړلو اغیزو ته په اشارې سره ټینګار کوی چې “یوې ښځینه زده کوونکې عصبی حمله درلوده او د لوړ فشار له امله بې هوښه شوه”.

دغه ښوونکی له اقتصادی ستونزو هم شکایت کوی او وایی، چې د کور کرایې او لوړ لګښت یې ژوند ستونزمن کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د یاد وزارت اداری مرستیال عبدالسلام حنفی هم د ښوونکو د معاشونو کموالی ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اوسنی سرپرست حکومت د دوی د معاشونو د بدلولو توان نه لری.