کندهار: له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ راستنې شوې
کندهار: له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ راستنې شوې

خبرگزاری زنان افغانستان: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوی دی. د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې پاکستانی چارواکو ویلی، چې له اسنادو پرته کډوال درې ورځې په کمپونو کې ساتل کېږی او بیا افغانستان ته استول کېږی. پاکستان د هېواد […]

خبرگزاری زنان افغانستان: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوی دی.

د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې پاکستانی چارواکو ویلی، چې له اسنادو پرته کډوال درې ورځې په کمپونو کې ساتل کېږی او بیا افغانستان ته استول کېږی.

پاکستان د هېواد له بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د اسلام اباد او کراچۍ له ښارونو څخه ډېر شمېر افغان کډوال نیولی او شړلی دی.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۰ کورنۍ له پاکستانه ایستل شوی او د تورخم له لارې افغانستان ته د ۲۰ لاریو په بدل کې ننوتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوی دی.

د پاکستان له خوا د ناقانونه پناه غوښتونکو د ویستلو پرېکړه د نړیوالو چارواکو او حقوقی بنسټونو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او دوی په وار وار له پاکستانه د دې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان مخکې ویلی وو چې د دغو پناه غوښتونکو ایستل به د طالبانو ډلې له خوا هغو افغانانو ته چې د طالبانو له وېرې یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې له جدی ګواښونو سره مخامخ شی.

د پاکستان حکومت یوه ضرب الاجل ټاکلی او ویلی یې دی چې غیر قانونی پناه غوښتونکی باید د روان کال د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځی، که نه نو له دغه هېواده به شړل کېږی.

دغه راز د مهاجرت یو شمیر نړیوالو سازمانونو او په پاکستان کې مېشتو افغان اتباعو له دې مخکې هم په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

باید وویل شی، چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د استوګنې د کورونو خاوندانو ته امر کړی، چې افغان کورنۍ له خپلو کورونو وباسی.