خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت دوه اوسېدونکی وژلی دی. سرچینې د میزان په ۱۶مه رسنیو ته وویل، چې دغه دوه تنه تېره شپه د کندهار ولایت د سپین بولدک ښار د “فیضک کلا” په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی. تر اوسه د […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت دوه اوسېدونکی وژلی دی.
سرچینې د میزان په ۱۶مه رسنیو ته وویل، چې دغه دوه تنه تېره شپه د کندهار ولایت د سپین بولدک ښار د “فیضک کلا” په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پراسرارۍ او هدفی وژنو کچه لوړه شوې ده.
دوې ورځې وړاندې هم په کندهار کې یو د زیات عمر لرونکی کس د نامعلومو کسانو له لوری د ساتول په وسیله وژل شوی و، خو د ځایی طالب چارواکو په خبره چې د دې پېښې انګېزه هم شخصی وه او په تړاو یې پلټنې لا هم نه دې بشپړې شوې.
خبرگزاری زنان افغانستان