کندهار کی د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځینه فارغ سول
کندهار کی د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځینه فارغ سول

کندهار کی د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځینه فارغ سول، چی د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصی سالون کښی ورته ځانګړی مراسم نیول سوی، چی په یادو مراسمو کی د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک، د کندهار والی ځانګړی استازی قاری عبدالسلام عمری او ګڼ […]

کندهار کی د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ تنه نارینه او ښځینه فارغ سول، چی د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصی سالون کښی ورته ځانګړی مراسم نیول سوی، چی په یادو مراسمو کی د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک، د کندهار والی ځانګړی استازی قاری عبدالسلام عمری او ګڼ شمېر سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د فراغت په یادو مراسمو کی د کندهار مرستیال والی الحاج مولوی حیات‌الله مبارک لومړی خوښی وښودله، چی د یوه سپېڅلی اسلامی نظام، سولی، امن، سوکالۍ او آزاد افغانستان تر چتر لاندی په یوې داسی غونډه کی ګډون کوی، چی پکښی محصلین تر څلور کلنی دورې وروسته ټولنی ته د خدمت په موخه فارغیږی او په خپلو خبرو کی ئې وویل، د بدبختۍ ځای دئ، چی تېر شل کلن اشغال د نورو برخو ترڅنګ د افغانانو پر تعلیمی برخه هم خورا زیات منفی اغېز وکړ او زیاته ئې کړه، د ا،ا،امارت اړوند مسئولین اخته دی، چی داسی نصاب جوړ کړی، چی د اسلام، ملت، ټولنی او زموږ د نوی نسل اصلی انځور پکښی موجود وی.

د کندهار مرستیال والی د خپلو خبرو په دوام وویل، دې نظام کښی د اسلام په رڼا کښی د هر وګړی تعلیمی او بشری حقونه خوندی دی او ټولو مسلکی کادرونو ته ئې ډاډ وړاندی کړ، چی د ا،امارت ټول مسئولین له مسلکی کادرونو څخه د نظام په هره برخه کی کار اخلی.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کی له ټولو فارغ محصلینو څخه وغوښتل، ترڅو ددې ځورېدلی ولس لپاره د الله ج په خاطر ډېراو په سم ډول کار وکړی او په دې خپله وړتیا نظام، ولس او خپل ویاړلی تاریخ وساتی.