کندهار کی د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو
کندهار کی د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو

د کندهار مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی یوه ماشوم ته د دوه څاڅکی پولیو واکسین په ورکولو سره دغه درې ورځنی کمپاین رسماً راپیل کړ، چی پرمهال یې د پولیو د بېړنی عملیاتی مرکز مسئول، د عامی روغتیا رئیس، د کتلوی معافیت آمر، د باران موسیسې رئیس، […]

د کندهار مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی یوه ماشوم ته د دوه څاڅکی پولیو واکسین په ورکولو سره دغه درې ورځنی کمپاین رسماً راپیل کړ، چی پرمهال یې د پولیو د بېړنی عملیاتی مرکز مسئول، د عامی روغتیا رئیس، د کتلوی معافیت آمر، د باران موسیسې رئیس، د یونیسف او WHO موسسو استازو او د ګڼور نورو ادارو مسئولینو هم حضور درلود.

د کمپاین تر پیلېدو مخکی لومړی د پولیو ضد واکسین د درې ورځنی کمپاین د تطبیق په موخه د مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک په مشرۍ د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چی په پیل کی د کندهار د عامی روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمی د ټول هیواد په کچه وروستیو دریو کلونو کی د پولیو د مثبتو پېښو د ثبتېدو راپور وړاندی کړ، چی زیاته یې کړه، ۲۰۲۰م کال کی د ټول هیواد په کچه ۵۶ مثبتی پیښی ثبت سوی وې، چی له ډلی یې ۳۸ په سویل لوېدیځه حوزه کی وې، په تېر ۲۰۲۱م کال کی د ټول هیواد په کچه ۴ مثبتی پیښی ثبت سوی وې، چی یوه یې د غزنی په اندړ او درې نوری یې بیا د کندز په امام‌صاحب ولسوالۍ کی وې او د خپلو خبرو په وروستیو کی یې زیاته کړه، خوشبختانه په روان ۲۰۲۲م کال کی تراوسه کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت سوې.

ډاکټر جمال‌الدین اعظمی د خپلو خبرو په وروستیو کی د نوی پیلېدونکی کمپاین په اړه وویل، د پولیو د واکسین دا درې ورځنی کمپاین مسجد په مسجد تطبیقیږی، چی په خبره یې، کندهار کی د دوی اصلی هدف شپږلکه، نهه زره او شپېته «۶۰۹۰۶۰» تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دی، چی باید دې کمپاین کی ورته د دوشنبې، سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو واکسین ورسول سی.

ورپسې د یونسیف او WHO د ادارو راغلیو استازو د پولیو ضد واکسین کمپاین لپاره د عامه پوهاوی، واکسین برابرولو او تطبیق اړوند د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ له خپله اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ وښود او په یوشمېر برخو کی یې د ولایتی ادارې څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته د کندهار مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک لومړی د پولیو ناروغی یوه خطرناکه ناروغی یاده کړه، چی ماشومان د روغ ژوند له نعمت څخه محروموی او په خپلو خبرو کی یې ددې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کی د یونیسف او WHO موسیسو هڅی وستایلې او ویې وویل،د ا،ا،امارت هیڅکله د پولیو ضد واکسین مخالف نه وو؛ بلکی د تطبیق په موخه یې هر راز اړینی هڅی کړی دی.

مرستیال والی د خپلو خبرو په وروستیو کی د پولیو ضد واکسین د روان کمپیان د ښه تطبیق په موخه ټولو ادارو ته د هرراز همکاریو ډاډ وړاندی کړ او زیاته یې کړه، ولایتی اداره د هر هغه خدمت څخه بشپړ ملاتړ کوی، چی د ولس په خیر او ګټه وی.

تر غونډی وروسته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه دا درې ورځنۍ کمپاین د مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک له لوری رسماً یوه ماشوم ته د دوو څاڅکو په ورکولو سره راپیل سو.