د کتلوی معافیت آمر ډاکټر حزبالله فطرت پرون د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار په میرویس حوزوی رغتون کی څلورو ماشومانو ته د دوه څاڅکی پولیو واکسین په ورکولو سره دغه درې ورځنی کمپاین رسماً راپیل کړ، چی پرمهال یې د کندهار د میرویس حوزوی روغتون آمر ډاکټر نعمتالله شېرزاد او د UNICEF، WHO، […]
د کتلوی معافیت آمر ډاکټر حزبالله فطرت پرون د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار په میرویس حوزوی رغتون کی څلورو ماشومانو ته د دوه څاڅکی پولیو واکسین په ورکولو سره دغه درې ورځنی کمپاین رسماً راپیل کړ، چی پرمهال یې د کندهار د میرویس حوزوی روغتون آمر ډاکټر نعمتالله شېرزاد او د UNICEF، WHO، NEOC موسسو استازیو هم حضور درلود.
د کتلوی معافیت آمر ډاکټر حزبالله فطرت وویل، د پولیو د واکسین دا درې ورځنی کمپاین مسجد په مسجد تطبیقیږی، چی په خبره یې، کندهار کی د دوی اصلی هدف پنځه لکه او اووه شپېته زره «۵۶۷۰۰۰» تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دی، چی باید دې کمپاین کی ورته د دوشنبې، سېشنبې او چهارشنبې په ورځو واکسین ورسول سی.
ډاکټر حزبالله فطرت د پولیو ناروغی یوه خطرناکه ناروغی یاده کړه، چی ماشومان د روغ ژوند له نعمت څخه محروموی او په خپلو خبرو کی یې ددې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کی د UNICEF او WHO موسیسو هڅی وستایلې او د پولیو ضد واکسین د روان کمپیان د ښه تطبیق په موخه یې د ښار او ولسوالیو له ټولو خلګو او علماوو څخه وغوښتل، ترڅو ورسره پوره همکاری وکړی.
وروسته د UNICEF او WHO د ادارو راغلیو استازو د پولیو ضد واکسین کمپاین لپاره د عامه پوهاوی، واکسین برابرولو او تطبیق اړوند د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ له خپله اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ وښود او په یوشمېر برخو کی یې له اړوندو مسئولینو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.