کندهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوی، چې د دې ولایت د ښار په پنځمه ناحیه کې د استعمال شویو توکو په یوه بازار کې د اورلګېدنې له امله هټۍ والو ته نږدې ۵۰۰ لکه افغانۍ مالی زیان اوښتی دی.
کندهار کې د طالبانو د اطفایې مدیریت مسوولین وایی، دا اورلګېدنه نن (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) سهار ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند په «بوش بازار» کې رامنځته شوې.
د دوی په وینا، چې په اورلګېدنې کې چاته ځانی زیان نه دی رسیدلی، خو ۱۳ هټۍ والو ۴۸ میلیونه دوه لکه او ۸۰ زره افغانۍ زیان رسیدلی دی.
ورته مهال کندهار کې د «بوش بازار» یو تن هټۍ وال د اوښتی زیان د تایید ترڅنګ وایی، چې په یاد بازار کې د امریکا، جاپان، چین، دوبۍ او نورو هیوادونو څخه راوړل شوی مستعل یا دویم لاس توکی پلورل کیدل.
د دې اور لګیدنې لامل نه دی معلوم شوی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس