په کندهار کې د یوې وژل شوې ښځې جسد موندل شوی، د دغه ولایت په میرویس روغتون کې یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله نن سه شنبه «۲۶، د سلواغې» چې نن ماسپښین مهال په کندهار ښار کې د دولسمې حوزې اړوند «نازک کوټۍ» سیمه کې د یوې ښځې جسد په […]
په کندهار کې د یوې وژل شوې ښځې جسد موندل شوی، د دغه ولایت په میرویس روغتون کې یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله نن سه شنبه «۲۶، د سلواغې» چې نن ماسپښین مهال په کندهار ښار کې د دولسمې حوزې اړوند «نازک کوټۍ» سیمه کې د یوې ښځې جسد په داسې حالت کې موندل شوی، چې سر یې له تنې پرې شوی و.
د سرچینې په وینا، چې تر اوسه د دغې ښځې هویت نه دی معلوم او نه یې هم د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه اخیستی دی.
و مو غوښتل، چې په دې اړه د کندهار ولایت د امنیتی مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د هغوی د نظر په اخیستلو بریالی نه شو.
په کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د ډیری دا ډول هدفی وژنو قربانیان د تېر نظام امنیتی کسان دی، دې ته ورته د رامنځته کېدونکو پېښو د مخنیوی برخه کې خلک له طالبانو غوښتنه کوی، چې د امنیت ساتنې لپاره تاکلی ګامونه واخلی.