کندهار کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو
کندهار کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

نن غرمه ۲ بجې او ۳۰ دقیقې په کندهار ولایت کې خلکو پر افغان خاوره د پاکستانی ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ. د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په خوست او کونړ د پاکستانی ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ او هغه یې په سختو ټکو وغنده. کندهار کې د لاریون ګډونوالو په […]

نن غرمه ۲ بجې او ۳۰ دقیقې په کندهار ولایت کې خلکو پر افغان خاوره د پاکستانی ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په خوست او کونړ د پاکستانی ځواکونو د بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ او هغه یې په سختو ټکو وغنده.

کندهار کې د لاریون ګډونوالو په پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان پر خاوره یې تېری کړی دی.

د دې لاریون یو تن ګډونوال احمد ولی سیرت رسنیو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د پاکستان سره د دې کار په تړاو حساب وکړی.

هغه وایې، پاکستان هر وخت د افغانستان پر خاوره تجاوز کړی خو دغه تجاوز یې تل بې ځوابه پاته شوی.

سیرت چې د ( مرګ پر پاکستان او مرګ پر پنجاب) شعارونه ورکول وایی، د طالبانو له واکمن حکومت څخه غواړو چې د پاکستان د دې کار جواب ورکری.

د‌هغه په خبره، « موږ نور نه غواړو چې د چا تر لاس لاندې ژوند وکړو او د چا غلامی وکړو، د تېرې ورځې برید موږ په سختو ټکو غندو او باید د افغانانو پر خاوره نور بمبارۍ و نه شی.»

د دې احتجاج یو بل ګډونوال ضیا اتل چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول رسنیو ته وویل، د طالبانو له حکومت غواړی چې په هر ډول وی پاکستانی ځواکونو ته دې ځواب ورکړی.

هغه وایی، د تېر حکومت پر مهال هم څو ځله د پاکستانی ځواکونو د ورته برېدونه شاهدان وو، او اوس هم دغه کار تکرارېږی.

دی وایې، افغانانو ته دې د هغوی حق ورکول شی او د پاکستان سره باید د هغوئ د کړنو حساب وشی.

د اتل له قوله، « د بهرنیو استخباراتو هېڅ ډول مداخله په افغانستان کې نه منو، که کمزوری یو خو بیا هم د چا څخه نه ویریږو، هر ډول چې وی موږ به د پاکستان څخه د افغانانو غچ اخلو نور بس دی، موږ نور د چا غلامی نه کو.»

د یکشنبې په شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانی پوځیانو د خوست او کونړ پر سیمو هوایی او توپچی بریدونه تر سره کړل چې پر مهال یې د خوست او کنړ ولایتونو پر ځینو سیمو کې تر ۴۰ زیات ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې له پاکستانی ځواکونو وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته غاړه کېږدی او د افغانانو صبر ونه ازمویی.