کندهار کې له دریو میاشتو راهیسې شاوخوا ۲۹ ماشومان په ‘شری’ ناروغۍ مړه شوی
کندهار کې له دریو میاشتو راهیسې شاوخوا ۲۹ ماشومان په ‘شری’ ناروغۍ مړه شوی

کندهار کې روغتیایی مسوولین وایی، په دغه ولایت کې د «شری» ناروغی ډېره شوې او د تېرو دریو میاشتو راپدېخوا د دې ناروغۍ له امله ۲۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.   د کندهار د میرویس روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلی، په وروستیو میاشتو کې سلګونه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوی چې د هغې […]

کندهار کې روغتیایی مسوولین وایی، په دغه ولایت کې د «شری» ناروغی ډېره شوې او د تېرو دریو میاشتو راپدېخوا د دې ناروغۍ له امله ۲۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

 

د کندهار د میرویس روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلی، په وروستیو میاشتو کې سلګونه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوی چې د هغې له جملې یې تر ۴۰۰ زیات ماشومان اوسمهال په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

 

د دغه روغتون یوه ډاکتر «محمد صدق» درسنیو سره په خبره کې د شری ناروغۍ د خپرېدو ستر لامل ماشومانو ته د واکسین نه ورکول ښوولی دی.

 

د ده په وینا، روغتون ته په راوستل‌شویو ماشومانو کې ۹۵ سلنه هغه دی چې د کورنۍ لخوا د «شری» ناروغۍ واکسین نه دی ورکول شوی.

 

محمدصدیق دا هم ویلی چې د پولیو په ګډون هره ناروغی جلا واکسین لری چې باید پر ټاکلی وخت ماشومانو ته ورکړل شی.

 

شری ناروغی یو ډول کوچنۍ دانې دی چې هر کال د موسم په بدلېدو سره د ماشومانو پر بدن را پورته کېږی.