کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې ددې ولایت په عینو مېنه کې ناپیژانده وسله والو کسانو د افغان–ترک خصوصی لېسې مرستیال مدیر وژلی دی. یوه سرچینه چې نه غواړی نوم یې یاد شی رسنیو ته وویل، ناپیژانده کسانو د ارشاد احمد فضلی په نوم کس تېره ورځ (۲۴، دثور) مازدیګر د کندهار ۱۱مې حوزې د […]
کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې ددې ولایت په عینو مېنه کې ناپیژانده وسله والو کسانو د افغان–ترک خصوصی لېسې مرستیال مدیر وژلی دی.
یوه سرچینه چې نه غواړی نوم یې یاد شی رسنیو ته وویل، ناپیژانده کسانو د ارشاد احمد فضلی په نوم کس تېره ورځ (۲۴، دثور) مازدیګر د کندهار ۱۱مې حوزې د عینو مېنې ښارګوټی کې په چړو وهلی او وژلی یې دی.
سرچینه زیاتوی، چې د وژل شوی کس مړی د دې ولایت میرویس حوزوی روغتون ته لېږدول شوی.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت ځایی چارواکی هم دغه خبر تاییدوی او وایی، چې دغه پېښه د شخصی دښمنۍ له کبله رامنځته شوې.
د هغوئ په خبره چې د طالبانو د امنیتی ځواکونو خپلې پلټنې پیل کړی څو د وژل شوی ارشاد احمد فضلی قاتلان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاری.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې وسله والې غلاوې تر بل هر وخت ډېری شوی، چې ورسره یو وخت یې ګڼ شمېر خلک په اندیښنه کې اچولی دی.