شنبه په ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د امر بالمعروف ریاست لخوا هغه ښځې ۴۰ افغانۍ جریمه شوی دی ،
چې پرته له محرم څخه ښار ته راوتلی وې، د سرچینې د مالوماتو له مخې د امر بالمعروف ریاست ښځو ته د جریمې وروسته خبرداری ورکړی دی چې له دې وروسته به جریمه لوړېږی،
او که بیا هم ښځې له ښاره بندې نشوې نو د جریمې ترڅنګ به څو ورځې زندانی کېږی هم.
سرچینې همدارنګه زیاتوی چې د امر بالمعروف ریاست کارکوونکی کندهار کې پر کابل دوراهی له موټرونو ښځې ښکته کوی او له نارینوو یې جلا کوی ،
بیا پوښتنې ور څخه کوی چې دا نارینه دې څه کېږی.
دافغانستان ښځو خبرې اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس