کندهار ولایت کې طالب چارواکی وایې، له دې وروسته هیڅوک حق نه لری چې په شخصی جامو کې د ځانونو سره وسلې وګرځوی او یا تلاشی ترسره کړی. د کندهار ولایت مقام او د امنیه قومندانۍ په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته د طالبانو امنیتی مسؤلین نه شی کولی، چې په […]
کندهار ولایت کې طالب چارواکی وایې، له دې وروسته هیڅوک حق نه لری چې په شخصی جامو کې د ځانونو سره وسلې وګرځوی او یا تلاشی ترسره کړی.
د کندهار ولایت مقام او د امنیه قومندانۍ په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته د طالبانو امنیتی مسؤلین نه شی کولی، چې په شخصی جامو کې د ځانونو سره وسلې وګرځوی او یا تلاشی ترسره کړی.
دا پرېکړه د ولایت مقام په امنیتی ناسته کې د قول اردو، پولیسو او استخباراتو مسولینو ترسره کړې ده.
په دې ناسته کی د هری حوزې مسول مکلف شوی چی له خپلې حوزې بغیر په نورو ساحو کې له وسلې ګرځولو ډډه وکړی.
ددې ترڅنګ هغه سرتېری، چی له ولسوالیو راځی او په دوکانونو کی د سودا پر مهال وسلې ورسره وی هم د وسلې ګرځولو اجازه نه لری.