د ارزګان اوسیدونکی وایی، د طالبانو له لوری د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټول ګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایلې ولری او هیواد کې به بیا جګړه پېل شی. ددغه ولایت خلک وایی واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هغوئ په ګڼو ملکی ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کړی او […]
د ارزګان اوسیدونکی وایی، د طالبانو له لوری د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټول ګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایلې ولری او هیواد کې به بیا جګړه پېل شی.
ددغه ولایت خلک وایی واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هغوئ په ګڼو ملکی ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کړی او نورو افغانانو ته ادارو کې ځای نه ورکوی.
د دې ولایت یوه اوسیدونکی عبدالرحیم په دی اړه د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان دغه ډول خپلو چارو ته دوام ورکړی لېری نه ده چې حکومت به یې نسکور شی.
هغه وایی د طالبانو دغه ډول حکومت یو طرفه دی او دوئ په خودسره ډول حکومتولی کوی.
هغه وویل:” له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو ورسره د خلکو اقتصاد کمزوری شو، ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، لامل یې دادی چې طالبانو د ټوپک په زور پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او ټول ګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او د نړیوالو غوښتنې یې نه دی منلی.”
ددغه ولایت اوسیدونکی وایی طالبان په لوی لاس غواړی چې افغانستان له پرمختګ څخه بې برخې کړی او تېرې دورې شل کلنې لاسته راوړنې ترپښو لاندې کړی.
دارزګان یوه بل اوسیدونکی غلام جان وایی طالبان دی په خپلو ادارو کې هغه کسان ځای پر ځای کړی چې په تیر حکومت کې یې دندې ترسره کړی او مسلکی کسان وی.
د رسنیو سره په خبرو کې وویل:” طالبانو چې کوم څه اوس پیل کړی دی دا نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د دوئ د حکومت؛ مسلکی کسان یې ټول پر کور کړی دی هره څه دوئ په خپل لاس کې اخیستی دی په کار ده چې داسې یو حکومت جوړ کړی چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه ووینی.”
د ارزګان ولایت یو بل اوسېدونکی او د نظر خاوند ولی محمد پخلا بیا په دې باور دی چې که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ نه کړی او د نړیوالو غوښتنې ونه منی، نو په وینا یې دا به د یوې بلې جګړې پیل وی.
دا په داسې حال کې ده چې هیڅ هیواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. د ښځو حقونه، زده کړې، د لږکیو حقونه، بشری حقونه او د ټولشموله حکومت جوړول بیا د طالبانو حکومت د رسمیت پیژلو لپاره د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دی.
طالبان بیا ادعا کوی چې دوئ د رسمیت پیژندلو ټول شرطونه پوره کړی، مګر دغه ډلې تراوسه د نړیوالې ټولنې باور ندی ترلاسه کړی.