ګوترېش طالبانو د محاکمې غوښتونکو هیوادونو ملاتړ وکړ 
ګوترېش طالبانو د محاکمې غوښتونکو هیوادونو ملاتړ وکړ 
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش وایي د هغوی هیوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي چې له طالبانو غواړي افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي‌ توپير او پر هغوی لګېدلی بندیزونه پای ته ورسوي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونی ګوترېش وایی د هغوی هیوادونو او سازمانونو ملاتړ کوی چې له طالبانو غواړی افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتی‌ توپیر او پر هغوی لګېدلی بندیزونه پای ته ورسوی.

ښاغلی ګوترېش نن د سپتمبر په ۲۹مه د دې مطلب په څرګندولو سره پر خپله اېکسپاڼه لیکلی «زه له هغو ټولو هیوادونو او سازمانونو سره یم چې د [افغانستان] له اوسنی واکمنو غواړی د افغانو ښځو او مېرمنو توپیری بندیزونه لرې کړی.»

آلمان، کاناډا، اترېش او هالنډ هغه هیوادونه دی چې د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د ور پېژندلو پرېکړه یې کړې ده.

دې هیوادونو ویلی طالبان له افغانو ښځو او نجونو سره «د جنسیتی توپیر» له امله په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته معرفی کوی.

دوه ورځې وړاندې ۲۴ نورو هیوادونو هم په یوه ګډه اعلامیه کې د یادو هیوادونو د دې پرېکړې ملاتړ وکړ او له طالبانو یې غوښتل چې پر افغانو نجونو او ښځو لګېدلی بندیزونه دې زر تر زره ختم کړی.

طالبانو یادو هیوادونو ته په غبرګون کې ویلی چې پر دوی د جنسیتی توپیر تور بې اساسه دی او افغانستان کې ټول بشری حقونه خوندی دی.

ګوترېش همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت په تاریخ کې له ځینو مستبدو نظامونو سره پرتله کوی او وایی «په افغانستان کې چې اوس څه روان دی د معاصر تاریخ له مستبدو نظامونو سره یې پرتله کولای شوو.»

طالبانو پر افغانستان له بیا تسلط وروسته د نجونو پوهنتونونه او لیسې بندې کړی، زیاتره مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکول کېږی او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په نوم نوی قانون کې یې پر مېرمنو لا ډېر محدودیتونه وضع کړی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس