خبرگزاری زنان افغانستان: دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا(UNAMA)په یو راپور کې چې په دغه هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه یې نن دوشنبه خپور کړى ویلی د طالبانو داستخباراتو لوى ریاست په بند کې بندیان د تحقیق پرمهال شکنجه او ناوړه چلند سره مخ دی. یاد ماموریت په دې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا(UNAMA)په یو راپور کې چې په دغه هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه یې نن دوشنبه خپور کړى ویلی د طالبانو داستخباراتو لوى ریاست په بند کې بندیان د تحقیق پرمهال شکنجه او ناوړه چلند سره مخ دی.
یاد ماموریت په دې راپور کې د طالبانو استخباراتو ریاست د قانونی او اجرایې تضمینونو څخه په سرغړونې تورن کړى او ویلی دی چې دوى بندیانو کورنیو خبرول او د مدافع وکیلانو ته له لاسرسى څخه محروم کړی.
دوى دا محرومونه د ټولو هغو فرمانونو او پالیسو چې شکنجه او ناوړه چلند منع کوی او دحقونو د ملاتړ عادلانه پروسې خلاف بللى او پرطالبانویې غږ کړى، چې دنړیوال نورمونونه او معیارونه تطبیق کړی او له نرمۍ کار واخلی.
دوى همدا راز ویلی،طالبان د پخوانی حکومت کارکونکو په وړاندې عمومی بخښنې ته ژمن نه دی او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ څخه تر ۲۰۲۳کال جون میاشتې پورې یې د طالبانو چارواکو لخوا د محاکمې پرته صحرایی وژنو،شکنجې،ناوړه چلند،اجباری ورکېدنې او خپلسری نیونو ۸۰۰ پېښې ثبت کړی.
یوناما په دې راپور کې د تېرحکومت کارکونکو په وړاندې “عمومی بخښنې نه رعایت په افغانستان کې د سولې او ټیکاوپه وړاندې خنډ بللى او ویلی یې دې چې د طالب چارواکو ته یې عمومی بخښنې د تطبیق سپارښتنه کړی او لا به خپلې هڅې جاری ساتی.
یوناما په دې راپور کې ویلی چې چې د روان کال د سیپټیمبر تر نیمایی زندانونو کې د بندیانو شمېر ۱۷زرو ته زیات شوى .
د راپور پر بنسټ طالبانو په ټول هیواد کې په عام محضر کې په افرادو او ګروپونو بدنی سزاء ګانې تطبیق کړی چې د اګسټ میاشت کې یې د دوو ښځو په ګډون ۱۹تنه په سرپل،یو ښځه او نهه تنه سړی په زابل کې په درو وهلی او په بغلان کې یې یو هلک او نجلۍ د زنا په تور سنګسار کړی.
دراپور په ټکو د طالبانو د عدلیې وزارت د حقوقی ریاست عمومی ریاست په کابل کې د حقوقی پوهاوې لوړولو ناستې ترسره کړی ،څو په کورنیو قضیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې وزله تورن کسان حق ولری چې د عدلیې اورګانونو په وړاندې د خپلو حقونو د دفاع په پار قانونی مرستې ترلاسه کړی.