یونیسف نړیواله موسېسه غواړی د هلمند په ۶۱ ښوونځیو کې د پاکو اوبو ۸۴ شبکی جوړې کړی. هلمند کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوی محمد عوض انصاری وایی، چې د یونیسف نړیوال سازمان غواړی ددغه ولایت په ۶۱ ښوونځیو کی د پاکو اوبو ۸۴ ذخیرې جوړې کړی. انصاری، د یوه ښوونځی د اوبو رسولو […]
یونیسف نړیواله موسېسه غواړی د هلمند په ۶۱ ښوونځیو کې د پاکو اوبو ۸۴ شبکی جوړې کړی.
هلمند کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوی محمد عوض انصاری وایی، چې د یونیسف نړیوال سازمان غواړی ددغه ولایت په ۶۱ ښوونځیو کی د پاکو اوبو ۸۴ ذخیرې جوړې کړی.
انصاری، د یوه ښوونځی د اوبو رسولو شبکې پرانیستې پرمهال وویل، چې د اوبو دغه ټانکۍ د مرکز په ګډون د ولایت په څلور ولسوالیو ګرمسیر، نادعلی، ناوې او ګرشک هم جوړې شی.
نوموړی وایی، هغه ښوونځۍ چی د پاکو اوبو د سیستم په برخه کی کمه اړتیا ولری ورته به یوه شبکه او هغه ښوونځی چې زیاته اړتیا ولری دوې شبکې به ورته جوړې شی.
پر ورته وخت کې د یاد ښوونځی زده کوونکو د پاکو اوبو په برابرولو خوښی وښوده او د یونیسف موسېسې یې مننه وکړه.
دوی وایی، چې وړاندې د پاکو اوبو په برخه کې د ډېرو ستونزو سره مخ وو،چې په وینا یې اوس به یې د دغه ټانکیو په جوړولو سره یاده ستونزه حل شی.
د یادونې وړ ده چې د یادو ۸۴ شبکو ټول مالی لګښت د یونیسف ادارې له لوری ورکول کېږی.