یونیسف اداره وایی د نجونو ښوونځی دې باید پرانیستل شی
یونیسف اداره وایی د نجونو ښوونځی دې باید پرانیستل شی

یونیسف اداره وایی، چې د نجونې ښوونځی باید ډېر ژر بېرته پرانیستل شی. یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره په خپلو یو تازه راپور کې ویلی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوی دی او د دوی ښوونځی باید ډېر […]


یونیسف اداره وایی، چې د نجونې ښوونځی باید ډېر ژر بېرته پرانیستل شی.

یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره په خپلو یو تازه راپور کې ویلی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوی دی او د دوی ښوونځی باید ډېر ژر پرانیستل شی.

یونیسف همداراز ویلی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو نه پرانیستل نه به نه یوازې افغانستان په راتلونکی کې له ډاکترانو او قابلو بې برخې کړی، بلکې دا خطر به هم ډېر کړی چې نجونې په کمو عمرونو کې ودونو ته اړ کړای شی.

دغې ادارې غوښتنه کړې، چې نجونې دې بېرته خپلو درسی ټولګیو ته وګرځی او ویلی یې دی چې دا یې حق دی.

د طالبانو له لوری له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو ته د افغان نجونو نه پرېښودل د هېواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان