ارزګان کې د نیالګیو روزنکی: د طالبانو حکومت مو د نیالګیو لپاره بازارموندنه و نه کړه
ارزګان کې د نیالګیو روزنکی: د طالبانو حکومت مو د نیالګیو لپاره بازارموندنه و نه کړه

په ارزګان کې نیالګی پلورونکی او د قوریو جوړوونکی د طالبانو پر حکومت نیوکه کوی چې په دغه ولایت کې یې ورته د نیالګیو د بازارموندنې برخه کې هیڅ نه دی کړی. په مرکز ترینکوټ کې د نیالګیو د قورې یو تن مسوول حاجی لالا وایی، دوه کاله یې د نیالګیو د قورې په جوړیدو […]

په ارزګان کې نیالګی پلورونکی او د قوریو جوړوونکی د طالبانو پر حکومت نیوکه کوی چې په دغه ولایت کې یې ورته د نیالګیو د بازارموندنې برخه کې هیڅ نه دی کړی.

په مرکز ترینکوټ کې د نیالګیو د قورې یو تن مسوول حاجی لالا وایی، دوه کاله یې د نیالګیو د قورې په جوړیدو تیر کړی او زیات مصارف ورڅخه شوی، خو زیاتوی چې اوس د نیالګیو ایښودلو موسم پر تیریدو دی او هغه خپل نیالګی نه دی پلورلی.

دی وایی د نیالګیو د قورې جوړیدو په برخه کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو سره یې هم مشورې کړی او د هغوی په لارښوونه یې د نیالګیو روزنه کړې ده.

نوموړی په دې اړه رسنیو ته وویل: «د کرنې ریاست د اصولو سره سم مو قورې جوړې کړی، دې کې له۵۰ ډولونو څخه زیات نیالګی لرو، خو نن مې ټوله ورځ کې دوه نیالګی پلورلی، تېر کال هم پر موږ دا نیالګی تاوان شول، سږ هم، دولت دې زموږ سره په بازار موندنه کې مرسته وکړی.»

سیف الله چې د ښار په یو څنډه کې له تیرو څو کلونو راهیسې په خپله ځمکه کې د نیالګیو قورې جوړوی، وایی چې سږ کال د خلکو اقتصادی حالت ښه نه دی او د نیالګیو پیرلو ته زړه نه ښه کوی.

دی هم پر طالبانو نیوکه کوی چې د نیالګیو په بازارموندنه کې ورسره مرسته نه ده شوې او روزل شوی نیالګی یې اوس ورباندې تاوانیږی.

هغه وایی په خپله قوره کې د ۵۰ ډوله زرګونه نیالګیو پالنه او روزنه یې کړې خو اوس په ورځنی ډول یو او یا هم دوه نیالګی پر عامو خلکو پلوری.

دی وایی: «موږپه خپلو ځمکه کې څه ډول چې د کرنې ریاست لارښوونه وه، هغه ډول مو ۵۰ ډول نیالګی کښېنول خو اوس راشی د زرګونو نیالګیو څخه یوازې یو یا دوه دانې د ورځې عام خلک زموږ څخه اخلی په دې برخه کې دولت باید یو څه وکړی اوس یې لا د ایښودولو یو څو ورځې پاتې دی.»

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی دوی د نیالګیو د قورو جوړوونکو ستونزې تر بیلابیلو ادارو پورې رسولی دی او زیاتوی چې لاهم په دې برخه کې هڅې کوی.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د عامه اړیکو مشر قدرت الله حمیدی اطلاعات روز ته وویل هڅه کوی چې نیالګی د یادو قورو له روزونو څخه وپیری.

هغه وایی: «یو شمېر موسساتو سره غږېدلی یو، څو دغه نیالګیو ته بازار پیدا کړو، د کرنې ریاست هم هڅه کوی چې د دغه نیالګیو روزونکو څخه نیالګی وپیری.»

ارزګان کې په داسې مهال د نیالګیو د قوریو خاوندان د خپلو نیالګو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوی چې د څه مودې په تېرېدو سره د نیالګیو د ایښودلو موسم پای مومی او پر قوریه لرونکو کسانو د هغوی روزل شوی نیالګی پاتېږی.

تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې د نیالګیو روزنکو په څو ځله د طالبانو له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه.