ارزګان کې مېشت خبریالان: طالبان راسره مالومات نه شریکوی
ارزګان کې مېشت خبریالان: طالبان راسره مالومات نه شریکوی

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال زبیح الله مجاهد وویل چې د تېر حکومت د رسنیو قانون د پلی کیدو وړ دی او رسنۍ کولی شی چې د تیر حکومت د رسنیو قانون تر چتر لاندې فعالیتونه ترسره کړی. ارزګان کې افغان سیمه ییز خبریالان وایی په دغه ولایت کې […]

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال زبیح الله مجاهد وویل چې د تېر حکومت د رسنیو قانون د پلی کیدو وړ دی او رسنۍ کولی شی چې د تیر حکومت د رسنیو قانون تر چتر لاندې فعالیتونه ترسره کړی.

ارزګان کې افغان سیمه ییز خبریالان وایی په دغه ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی رسنیز معلومات له دوی سره نه شریکوی چې دوی په زیاتو ستونزو کې دی.

بریالۍ انصاری چې په ارزګان کې سیمه ییز خبریال دی وایی له ورځو ورځو راهیسې دوی د یوې مرکې کولو لپاره انتظار کوی او په ډیرو ستونزو دوی اطلاعات ترلاسه کوی.

نوموړی وایی په یو شمیر موضوعاتو کې یوازی ملی راډیو ټلویزون ته د خبرې پوښښ لپاره بلنه ورکول کیږی ازادی رسنیو ته بلنه نه ورکول کیږی.

هغه وایی: «زموږ سره په ډیرو برخو کې معلومات نه شریک کیږی. د یوې مرکې لپاره ډیر زیات انتظار کوو کله کله موږ اړ شوو چې د مرکې کولو لپاره ذبیح الله مجاهد سره خبرې وکړو ځکه دولت معلومات نه راکول کیږی یو شمیر پرګرامونه وی، یوازې د ملی راډیو تلویزون خبریالانو ته بلنه ورکول کیږی ترڅو خبرې پوښښ ورکړی.»

په ارزګان کې د پژواک خبرې اژانس خبریال اجمل وصال هم معلوماتو ته پر لاسرسی ټینګار کوی او له مسولینو غوښتنه کوی چې خبریالانو ته دپر وخت معلوماتو رسولو لپاره دی په ټولو دولتی دارو کې ویاندویان په دندو وګمارل شی.

هغه وایی: «یو شمیر ادارو ته د ویاندویانو ټاکل دا یو ډول همکاری ده له همدی لارې به موږ کولی شو اطلاعاتو ته لاسرسی وکړو له مسولینو غوښتنه کوو چې نورو ادارو ته هم ویاندویان وټاکی.»

څه موده مخکې کې لغمان کې د طالبانو والی له مسولینو سره په خبرو کې له دولتی ادارو له استازو غوښتنه کړې وه چې له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړی او هغه کسان چې له خبریالانو سره معلومات نه شریک کوی سزا به ورکړی.

د طالبانو لخوا د ارزګان د ولایت مقام لپاره محمود مدثر او د امنیه قومندانۍ لپاره اغاولی قریشی د ویاندویانو په توګه دنده پیل کړې ده.

د ارزګان د ولایت مقام ویاند محمودمدثر بیا وایی تر ټولو لومړیتوب به یې له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کول وی، خو هغه له رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې د شته نظام ملاتړ وکړی او د اصولو مطابق خبرونه جوړ کړی.

نوموړی وویل:«څومره چې زموږ وس وی موږ به خپل همکاری وکړو پر وخت به معلوماتو ته لاسرسی ستاسو اسانه کړو د رسنیو څخه هم غوښتنه کوو چې د اسلامی اصولو سره سم خپل نشرات جوړ او نشرات وکړی.»

دا په داسې حال کې ده چې په تیر حکومت کې هم په ارزګان کې میشتو خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسی په برخه کې شکایتونه کول او دولت څخه به یې غوښتنې کولې ترڅو له دوی سره پر وخت معلومات شریک کړی.