اروزګان کې پر سلګونه کورنیو د نغدی مرستو ویش پیل شو
اروزګان کې پر سلګونه کورنیو د نغدی مرستو ویش پیل شو

په اروزګان کې د۴۸۰ کورنیو سره نن (چهار شنبه، ۳ د وری) نغدی مرستو د ویش لړۍ پیل شوه. اروزګان کې د کډوالو او مهاجرینو ریاست چارواکی وایی په دغه ولایت کې د(HNUCR) په مالی ملاتړ او د ودان موسیسې په تخنیکی همکارۍ ۴۸۰ کسانو ته د ۴۰۰ ډالرو د مرستو لړۍ پیل کړه. دارزګان […]

په اروزګان کې د۴۸۰ کورنیو سره نن (چهار شنبه، ۳ د وری) نغدی مرستو د ویش لړۍ پیل شوه.

اروزګان کې د کډوالو او مهاجرینو ریاست چارواکی وایی په دغه ولایت کې د(HNUCR) په مالی ملاتړ او د ودان موسیسې په تخنیکی همکارۍ ۴۸۰ کسانو ته د ۴۰۰ ډالرو د مرستو لړۍ پیل کړه.

دارزګان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست یو تن مسئول حاجی دین محمد وایی پیل شوې مرستې هغو کسانو ته ورکوی چې تیرو جګړو ځپلی وی. هغه د مرستو د ویش پرمهال د شفافیت ډاډ هم ورکړ.

دین محمد وایی: «دغه مرستې چې د HNUCR په مالی ملاتړ ترسره کیږی هغو کورنیو ته یې موږ ویش پیل کړ، چې سخت اړمن دی او جګړو زیانمن کړی وی، په دغه مرستو کې ۴۰۰ ډالر دی چې ۴۸۰ کورنیو ته ورکول کیږی».

هغه کورنۍ چې یادې مرستې یې ترلاسه کړی دی خوښ دی او وایی د یادو مرستو په ترلاسه کولو سره به یې د کور لومړنۍ اړتیاوې پوره شی.

یو شمیرمیرمنې چې یادې مرستې یې ترلاسه کړی، غوښتنه کوی چې په راتلونکی کې ورسره نورې دغه ډول مرستې هم وشی.

ددوئ له ډلې د شاپیرۍ په نوم یوه میرمن وایی: «ماسختن مو ډوډۍ د ګاونډیانو څخه واخیسته، په کور کې هیڅ نه لرو اوس چې کومه مرسته راسره وشوه، تر یو وخته پورې بسنه کوی خو موږ باید په راتلونکی کې هم هیر نشو».

که څه هم اروزګان کې مخکې تردې دغه ډول مرستې شوې وې، ولې د اروزګان خلک تل پر مرستندویه ټولنو نیوکه کوی چې شفافیت په پام کې نه نیسی او مرستې اړمنو کورنیو ته نه رسیږی.