اعتراض کوونکی: د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل یو منل شوی حکومت نه دی
اعتراض کوونکی: د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل یو منل شوی حکومت نه دی

خبرگزاری زنان افغان: په امریکا او هسپانیه کې یو شمېر افغانانو او په اروپا کې د نړۍ د مدنی ټولنې سازمان غړو د دوحې د غونډې د ترسره کېدو او د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په تړاو مظاهرې وکړې. په هسپانیه کې افغانانو مظاهره وکړه او یو پریکړه لیک یې خپور کړ چې […]

خبرگزاری زنان افغان: په امریکا او هسپانیه کې یو شمېر افغانانو او په اروپا کې د نړۍ د مدنی ټولنې سازمان غړو د دوحې د غونډې د ترسره کېدو او د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په تړاو مظاهرې وکړې.

په هسپانیه کې افغانانو مظاهره وکړه او یو پریکړه لیک یې خپور کړ چې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندل یوې ترهګرې ډلې ته مشروعیت ورکوی.

ده زیاته کړه چې اوسنی د طالبانو حکومت یو حکومت نه دی او باید داسې ونه پیژندل شی.

دوی د اوسنی د طالبانو حکومت غړی په جنایاتو، شکنجو او غیر قانونی وژنو تورن کړی دی.

دغه هېوادوال په دې باور دی، چې د طالبانو حکومت غړی به هېڅکله بدل نه شی.

دوی د نړیوالې ټولنې له غړو وغوښتل چې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو کې هېڅ ډول هڅې ونه منی.

په پرېکړه لیک کې راغلی چې که ملګری ملتونه د اوسنی طالبان حکومت په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړی، د ملګرو ملتونو دغه کړنه له ټولو هغو ارزښتونو او اصولو څخه سرغړونه ده چې د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودل شوى دى.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې امینه محمد وروستۍ خبرې له سختو مخالفتونو او نیوکو سره مخ شوې دی.

مېرمن محمد وویل چې دغه سازمان به د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړی او په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو خبرې وشی.

دغه راز د امریکا په شیکاګو ښار کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم د یوه لاریون په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو سرپرست حکومت دې په رسمیت ونه پېژنی.

دوی د یوې اعلامیې په صادرولو سره اوسنی رژیم د «ښځو ضد او د بشری حقونو د ارزښتونو دښمن» وباله.

دغه لاریون د “موجوده حکومت په وړاندې نه”، “ملګری ملتونه ویښ شه”، “مفتر حکومت په رسمیت نه پېژنو” او “عدالت” شعارونو سره مل وو.

له بلې خوا د افغان مهاجرینو یوې ډلې چې زیاتره یې ښځې دی، پرون “یکشنبه د ثور ۱۰مه” په پاکستان کې په یوه غونډه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه له هر ډول خبرو ډډه وکړی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان نن دوشنبه او سبا سه شنبه د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړی.

خبرگزاری زنان افغان