اعتراض کوونکی ښځې: د طالبانو د زندانونو د څارنې غوښتنه کوی
اعتراض کوونکی ښځې: د طالبانو د زندانونو د څارنې غوښتنه کوی

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د زندانیانو پر ناوړه بشری وضعیت د نیوکې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له زندانونو څارنه وکړی. دغه ښځې چې د ارغوانی شنبه د غورځنګ غړې دی، له یوه نامعلوم ځای څخه ویلی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اتباع […]

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د زندانیانو پر ناوړه بشری وضعیت د نیوکې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له زندانونو څارنه وکړی.

دغه ښځې چې د ارغوانی شنبه د غورځنګ غړې دی، له یوه نامعلوم ځای څخه ویلی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اتباع هیڅ مصونیت نه لری.

د ښځو دې ډلې یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل: د طالبانو ډله ځان ته دا حق ورکوی چې د هیواد د اتباعو سپکاوی، توهین، توقیف، شکنجه او حتی ووژل شی.

له دغو مېرمنو څخه یوې وویل: “موږ له ملی او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د طالبانو زندانونه وڅاری او له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو غوښتنه کوو چې د طالبانو له زندانه د استاد رسول پارسی او مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خلاصون لپاره جدی فشار راوړی.”

طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته یو شمیر استادان، مدنی فعالان، د بشری حقونو مدافعین، د ښځو د حقونو او تعلیم او تربیه خبریالان نیولی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشری وضعیت په اړه په یوه نوی راپور کې په دغه هېواد کې د بشری حقونو د پرله پسې سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی چې واکمن چارواکی چوپتیا ته دوام ورکوی.

خبرگزاری زنان افغان