امریکا یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی
امریکا یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او وایی چې دا د بشری حقونو موضوع ده. وېسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت په نوښت یوې غونډې ته چې د افغانستان […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او وایی چې دا د بشری حقونو موضوع ده.

وېسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت په نوښت یوې غونډې ته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په ګډون پکې یو شمېر دیپلوماتانو هم برخه لرله، ویلی چې د افغانستان او د افغانستان د نفوس پر نیمایی برخه تمرکز باید وساتل شی.

د یادونې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته تر امر ثانی پورې د ښوونځیو دروازې وتړلې، ورپسې یې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې، چې نږدې د یوه نیم کال له تېرېدو وروسته هم د ګڼ شمېر افغانانو، بشری حقونو او ښځو حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره نه دی پرانیستل شوې.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#