خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، د مرستو له کمېدو سره افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی. اوچا نن د “حمل ۲۷مه” په یوه ټوېټ کې دا موضوع راپورته کړې ده. دغې ادارې تر دې مخکې ویلی وو چې […]
خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، د مرستو له کمېدو سره افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی.
اوچا نن د “حمل ۲۷مه” په یوه ټوېټ کې دا موضوع راپورته کړې ده.
دغې ادارې تر دې مخکې ویلی وو چې په افغانستان کې د بشری مرستو تمویل په کمېدو دی چې د میلیونونو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال لپاره د دې سازمان د مالی غوښتنې له پنځه سلنې څخه کمې مرستې شوې دی.
دغه بنسټ وایی، په داسې حال کې چې د افغانستان کړکېچ په نړۍ کې تر ټولو ستر او جدی بشری ناورین دی، خو په دغه هېواد کې بشری عملیات تر ټولو کمې مالی مرستې لری.
د اوچا په وینا په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړی د خوراکی توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دی او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دی.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشری مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
خبرگزاری زنان افغان