اوچا خبرداری: افغانستان ته د بشری مرستو بودیجه په ختمېدو ده
اوچا خبرداری: افغانستان ته د بشری مرستو بودیجه په ختمېدو ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې له دغه هېواد سره د بشری مرستو بودیجه په کمېدو ده. اوچا د چهارشنبې په ورځ د “حمل ۲۳مه” له غرمې مخکې په یوه ټویټ کې ویلی، چې افغانستان ته د بشری مرستو د بودیجې پای ته رسېدل د […]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې له دغه هېواد سره د بشری مرستو بودیجه په کمېدو ده.

اوچا د چهارشنبې په ورځ د “حمل ۲۳مه” له غرمې مخکې په یوه ټویټ کې ویلی، چې افغانستان ته د بشری مرستو د بودیجې پای ته رسېدل د دغه هېواد د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ناکافی سرچینو له امله په افغانستان کې د اړو کسانو لپاره خوراکی توکی نیمایی ته راټیټ شوی دی.

اوچا په افغانستان کې د بشری اړتیاوو یو چارټ هم خپور کړی او خبرداری یې ورکړی چې که کافی بودیجه ورنکړل شی، په میلیونونو افغانان به له قحطۍ، ناروغۍ او مرګ سره مخ شی.

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر په داسې حال کې له افغانستان سره د بشری مرستو د بودیجې د پای ته رسېدو خبرداری ورکړی، چې د خوړو نړیوال سازمان هم په روانه میاشت کې د بودیجې د کموالی له امله د خپلو مرستو د کمولو اعلان کړی دی.

خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan