اوچا: د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری
اوچا: د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری

خبرگزاری زنان افغان: اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر وایی، دا هېواد په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشری ناورین سره مخ دی او د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری. اوچا پرون “چهارشنبه د جوزا ۱۷مه” په یوه ټوېټ کې […]

خبرگزاری زنان افغان: اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر وایی، دا هېواد په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشری ناورین سره مخ دی او د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.

اوچا پرون “چهارشنبه د جوزا ۱۷مه” په یوه ټوېټ کې دا موضوع راپورته کړه.

دې ټینګار وکړ چې تر ٢٠٢٣ پورې، بشری شریکان په پام کې لری چې ٢٣.٣ ملیون خلکو ته خدمات وړاندې کړی یا بشری مرستې وویشی چې د ٣.٢ ملیارد ډالرو ترمیم شوې بودیجې سره.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۸.۳ میلیون ټنو څخه ۲۸.۸ میلیون ټنو ته لوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د اوسنی حکومت له واکمنۍ سره دغه هېواد له ژور بشری ناورین سره مخ شوى دى. فقر او لوږه نوره هم پراخه شوې او ډېری کورنی او بهرنی پانګوال له هېواده وتلی دی.

خبرگزاری زنان افغان