جی ٧ ګروپ : طالبان دې ملی خبرې اترې وکړی او د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه دې لغوه کړی
جی ٧ ګروپ : طالبان دې ملی خبرې اترې وکړی او د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه دې لغوه کړی

خبرگزاری زنان افغان: په هیروشیما کې د جی ۷ ډلې د سرمشریزې په وروستۍ وینا کې د جی ۷ هېوادونو مشرانو له افغان حکومته وغوښتل چې په واک کې د ټولو افغانانو د ونډې لپاره ملی خبرې اترې وکړی او په عمل کې ثابته کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد […]

خبرگزاری زنان افغان: په هیروشیما کې د جی ۷ ډلې د سرمشریزې په وروستۍ وینا کې د جی ۷ هېوادونو مشرانو له افغان حکومته وغوښتل چې په واک کې د ټولو افغانانو د ونډې لپاره ملی خبرې اترې وکړی او په عمل کې ثابته کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږی.

په هیروشیما کې د دې ډلې د غونډې په وروستۍ وینا کې د اوو هېوادونو “امریکا، جرمنی، ایټالیا، فرانسې، بریتانیا، جاپان او کاناډا” مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. طالبان دې په واک کې د ټولو افغانانو د ونډې لپاره ملی خبرې اترې وکړی او ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به پر نورو هېوادونو د حملو، د ترهګرۍ د تمویل او د ترهګرو د روزلو لپاره نه کارول کېږی.

په دې اعلامیه کې د ښځو د حقونو او آزادیو پر وړاندې د هر ډول محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار شوی دی.

دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ پریکړه لیک ته اشاره وکړه، چې په افغانستان کې یې د ښځو پر کار بندیز غندلی دی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د دغې ډلې مشرانو په افغانستان کې د یوه هر اړخیز سیاسی هوکړه لیک د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د ټولو افغانانو اساسی بشری حقونه په کې خوندی وی او د ټولو سیاسی ډلو او سازمانونو په ګډون سره سیاسی خبرې اترې تنظیم کړی.

په وروستۍ اعلامیه کې راغلی: “موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د روسیې د یرغل د پایلو، په افغانستان کې د وضعیت بې ثباته کوونکی اغېز، د خوړو او انرژۍ امنیت، تروریزم او د اقلیم د بدلون په ګډون د بېلابېلو سیمه ییزو مسلو د حل لپاره پر خپلو همکاریو ټینګار کوو.”

خبرگزاری زنان افغان