دافغانستان په ختیځ کې د ژورنالیستیک ډګره د ښځینه ژورنالیستانوحذف کېدنه:
دافغانستان په ختیځ کې د ژورنالیستیک ډګره د ښځینه ژورنالیستانوحذف کېدنه:

د افغانستان په ختیځ(ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان)کې ډېرې ښځینه ژورنالیستانې له دندې ګوښه شوی او یا د دندې پرېښودو ته اړې شوې. دننګرهارکلید راډیو خبریاله ښکلا سادات وایی(د رژیم بدلون اوهغه محدودیتونوله امله چې دطالبانو له لورې د ښځو په وړاندې رامنځته شوی؛ دې ته اړه شوم چې دنده پرېږدم په هغه رسنۍ کې چې ما […]

د افغانستان په ختیځ(ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان)کې ډېرې ښځینه ژورنالیستانې له دندې ګوښه شوی او یا د دندې پرېښودو ته اړې شوې.
دننګرهارکلید راډیو خبریاله ښکلا سادات وایی(د رژیم بدلون اوهغه محدودیتونوله امله چې دطالبانو له لورې د ښځو په وړاندې رامنځته شوی؛ دې ته اړه شوم چې دنده پرېږدم
په هغه رسنۍ کې چې ما دنده ترسره کوله د اقتصادی ستونزو سره مخامخ شوه نه یوازې زموږ اداره بلکې زیاتره رسنۍ د اقتصادی ستونزو له کبله وتړل شوې.او ځینو یې خپل کارمندان راکم کړل.همدارنګه د طالبانو له لورې ځینی محدودیت رامنځته شول لکه د ښځو د غږ په نشرولو او په رسنیو کې د ښځو په کار کولو له امله ډېرو ښځینه ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړی.
هغه وایی د خلکو غږ ته انعکاس ورکول د رسنیو دنده چې د طالبانو د رژیم په راتګ سره ۹۸سلنه بند شوى. او هغه کارونه چې مخکې په ډاډه توګه سرته رسول، نشی ترسره کولى مثلا خبریالان د ریپوټ جوړولو کې محدود شوی.اوس د بیان آزادی محدوده شوی ولې زموږ سره ددې وېره ده چې د بیان د آزادۍ غږخداى مکړه بیخی خاموشه نشی ځکه د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو په وړاندې تاورتریخوالى، ظلم،زیاتى او پروخت اطلاعاتو ته نه لاسرسى هغه ننګونې دی چې د بیان د آزادۍ خنډ ګرځیدلی.
هغه داسلامی امارت څخه غواړی چې د ښځو حقوقو ورکړی او امنیت یې تأمین کړی او په رسنیو کې د کاراو فعالیت اجازه ورکړی ترڅود تېر په څېر په اسلامی حجاب کې په ټولنې کې د ښځینه و ستونزې د حل په موخه تر مسٶلو چارواکو ورسوی.
د سیمه نیوز خبریاله سایره سلیم وایی چې د دندې پرېښودو لامل یې د رژیم بدلون دى.
هغه وایی چې په ننګرهار ولایت کې د ښځینه و کارکول په رسنیو کې له ستونزو خالی نه دی خوبیا هم مونږ د امنیتی ستونزو باوجود خپله دنده ترسره کوله.
د هغې په وینا اسلامی امارت د بیان د آزادۍ غږ ټپ کړى،او هغه حقه حقوق چې باید د بیان د آزادۍ له لارې وغواړو نشو غوښتلى.ځکه ټولې رسنۍ سانسور لاندې دی نشی هغه کولاى حقایق بیان کړی چې باید بیان شی.
په ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر یوسف ظریفی وایی چې(زما د معلوماتو له مخې په هیواد کې د وروستی سیاسی بدلون له امله رسنۍ له اقتصادی ستونزو سره مخ شوې، دغه راز د طالبانو تېر پنځه کلن نظام ته په کتلو چې ښځې یې له زده کړو او دندو محرومې کړې وې، دغو دوو لویو ننګونو له امله ختیځو ولایتونو کې لسګونه ښځینه ژورنالېستانو چې شمېر یې له پنځوسو اوړی خپلې دندې له لاسه ورکړې دی.
موږ دا ستونزې د اسلامی امارت له چارواکو سره هم شریکې کړی چې هغوی ډاډ ورکړی هرڅوک چې په اسلامی حجاب کې راډیو ته د دندو لپاره ځی دوی یې د کار ممانعت نه دی کړی.
خو دا چې بله لویه ننګونه د رسنیو اقتصادی ستونزې دی نو لا هم رسنۍ نه دی توانېدلی چې خپلو ښځینه همکارانو ته د معاشونو ورکړې زمینه برابره کړی او هغوی بېرته دندو ته راوغواړی.
موږ د اسلامی امارت له مسوولینو، د رسنیو د ملاتړ له نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه لرو چې د رسنیو اقتصادی ملاتړ دې وکړی او دوی دې له دغه ناورین راوباسی.
دا اوس په ختیځ کې له لسو ډېرې راډیوګانې د اقتصادی ستونزو له امله تړل شوې دی او که وضعیت همداسې دوام وکړی نو ډار شته چې نورې رسنۍ هم وتړل شی.)
دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه و په کابل کې دطالبانو له لورې دخبریالانو د غونډې د دایرېدو مخه ونیول شوه.