دکندهار اوسیدونکی له غلاوو سخت په تنګ شوی یو
دکندهار اوسیدونکی له غلاوو سخت په تنګ شوی یو

کندهار کې عام خلک وایی، په دغه ولایت کې د غلاوو او نورو شکونو کچه د تېر په پرتله لوړه شوې او مسوولین یې په مخنیوی کې پاتې راغلی دی. تازه د کندهار ښار په مرکزې برخه کې وسله والو غلو د شپې لخوا د درملو ۶ دوکانونه د طالبانو له نوم څخه په ګټې […]

کندهار کې عام خلک وایی، په دغه ولایت کې د غلاوو او نورو شکونو کچه د تېر په پرتله لوړه شوې او مسوولین یې په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.

تازه د کندهار ښار په مرکزې برخه کې وسله والو غلو د شپې لخوا د درملو ۶ دوکانونه د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستنې لوټ کړی دی.

دغه دوکانونه چې په سیمه کې په یوه مارکیټ کې وو، د نغدو پیسو ترڅنګ ورڅخه درمل او نور قیمتی توکی هم وړل شوی دی.

د دغه مارکیټ یوه مسوول محمد نادر رسینو ته وویل چې دغو وسله والو کسانو د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستنې د وسلو سره یو ځای د دوی مارکیټ ته ننوتلی او یاد دوکانونه یې لوټ کړی دی.

هغه د طالبانو څخه غوښتنه کوی چې د دغه ډول پیښو مخه دې ونیسی.

دی وایی: «پر دوې بجې د شپې مارکیټ ته ورغلی وو، د مارکیټ څارونکی یې په چړو وهلی و، زما ۵۰ زره افغانۍ ۶۰زره کالدارې او درمل یې غلا کړی و. د نورو دوکانونو قلفونه یې هم مات کړی و. که د شپې یې که د ورځې یې طالبان باید د دغه ډول پیښو مخه ونیسی.»

په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د غلاوو او جنایی پیښو ګراف خلک سخت اندیښمن کړی دی او زیاتوی چې د وسایلو او نورو قیمتی توکو غلاوې زیاتې شوی دی.

د کندهار ښار یوه اوسیدونکی حاجی نانی وایی، وسله وال غله په شخصی جامو کې چې په ښار کې د طالبانو د امنیتی کسانو سره یې توپیر نه کیږی غلاوی او جنایی جرمونه ترسره کوی.

هغه وایی په ظاهری ډول د دغو غلو توپیر د طالبانو د تلاشی له کسانو سره نه کیږی او وسله وال غله د تلاشی په پلمه عام خلک لوټی.

نوموړی د طالبانو څخه غوښتنه کوی چې خپلو نظامی کسانو ته دې نظامی یونیفورم مشخص کړی.

دی وایی: «په دې وروستیو کې حالت ډیر خراب دی، موټرسایکلان غلا کیږی د خلکو له لاسونو څخه قیمتی توکی غله وړی موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه کسان ونیسی او هغوی ته سزا ورکړی.»

د کندهار د طالبانو امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدی د غلاو د پیښو د زیاتیدو په برخه کې د خلکو راپورته شوې اندیښنې منی او په خبره یې چې دوی هڅه کوی ترڅو د غلاوو او نورو جنایی جرمنو مخه ونیسی.

هغه وایی په تیره یوه میاشت کې لسګونه کسان د غلاوو په تور نیولی دی او د هغوی څخه لاس ته ورغلی وسایل یې بیرته اصلی مالکانو ته سپارلی دی.

که څه هم طالبان د غلاوو د مخنیوی ژمنه کوی چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په ټول هېواد کې د جنایی پیښو او غلاوو ګراف لوړ شوی دی چې لامل یې د خلکو د کار نشتون او اقتصادی ستونزې دی.