د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي: د ښځو د کار او تعلیم ممانعت زموږ د دین خلاف دی
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي: د ښځو د کار او تعلیم ممانعت زموږ د دین خلاف دی

په جنیوا کې د افغانستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په جنیوا کې له افغان دیپلوماتانو او د دغه هېواد له سفیر نصیر احمد اندېشه سره په کتنه کې یو ځل بیا د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې د طالبانو کړنه وغندله. […]

په جنیوا کې د افغانستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په جنیوا کې له افغان دیپلوماتانو او د دغه هېواد له سفیر نصیر احمد اندېشه سره په کتنه کې یو ځل بیا د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې د طالبانو کړنه وغندله.

په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي وویل، د طالبانو وروستي فرمانونه چې ښځې له کار او زده کړې منع کوي، «زموږ د دین خلاف» دي.

ښاغلي طه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له ټولو هېوادونو او د هېواد له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې د دې ستونزې د هواري لپاره همکاري وکړي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو په جلا فرمانونو کې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او بیا یې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغه اقدام له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. خو طالبانو دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بهرنيو ادارو کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار له بنديز وروسته د دغه سازمان په مرکز کې يوه غونډه وکړه او د طالبانو پرېکړې يې وغندلې او هغه يې د اسلامي احکامو خلاف وبللې.

په همدې حال کې له ښوونځیو څخه د نجونو د وتلو په درشل کې د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د نجونو حضور وځنډاوه او په همدې ډول د اقتصاد وزارت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه
ونیوله.

خو د سرپرست حکومت یو شمېر مطرح څېرې وايي، په راتلونکي پسرلي کې د ښوونیزو موسسو د پرانیستلو هیله شته.

خبرگزاری زنان افغان