د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه کندهار پوهنتون ته تللی وو، د نوموړی سره د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم هم ملګری وه. د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو او د کندهار پوهنتون د […]

د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه کندهار پوهنتون ته تللی وو، د نوموړی سره د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم هم ملګری وه.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو او د کندهار پوهنتون د کتابتون څخه د لیدنی تر څنګ د پوهنتون د رئیس ډاکټر ذکریا، مالی او اداری معین محمد ناصر نېکزاد او استادانو سره هم ولیدل.
په لیدنه کی پر بېلا بېلو علمی او ښوونیزو موضوعاتو بحث وسو، ښاغلی خیر خواه زیاته کړه، خوښ دئ، چی پوهنتونونه شروع او محصلین په عادی شکل خپلو زده کړو ته دوام ورکوی. د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست دینی او عصری علم د یوه هیواد د پرمختګ او لاسته راوړنو یوازینۍ غوره لاره وبلل، نوموړی زیاته کړه، چی اوسنۍ نړۍ د علم او پرمختګ نړۍ ده، هغه هیوادونه تر نورو مخکی دی، چی ولس ئې په علم سمبال وی.


ښاغلی خیر خواه د کندهار پوهنتون رهبری او ټولو استادانو ته د اسلامی امارت په استازیتوب د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چی د علم او پرمختګ په برخه کی خپلی هلی ځلی نوری هم زیاتی کړئ.
د کندهار پوهنتون رئیس او ټولو استادانو هم ډاډ وړاندی کړ، چی په پوره توان او زیار سره به د نوی نسل په روزنه کی کوښښ کوی او ډېر تمرکز به ئې پر دې وی، چی محصلین په ښه ډول په دینی او عصری علم سمبال کړی.