د افغانانو پر سر سودا د ملګرو ملتونو غونډه
د افغانانو پر سر سودا د ملګرو ملتونو غونډه

خبرگزاری زنان افغان: په دې وروستیو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ( یوناما) ګواښ وکړ، چې که طالبان ددې ادارې په دفترونو کې ښځو ته کارکولو اجازه ورنه کړی، نو دوی به له افغانستانه د وتلو په پرېکړې باندې غور وکړی. اندېښنې دا وې، چې که یوناما له افغانستانه د وتلو پرېکړه […]

خبرگزاری زنان افغان: په دې وروستیو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ( یوناما) ګواښ وکړ، چې که طالبان ددې ادارې په دفترونو کې ښځو ته کارکولو اجازه ورنه کړی، نو دوی به له افغانستانه د وتلو په پرېکړې باندې غور وکړی. اندېښنې دا وې، چې که یوناما له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړی، نو تر ټولو لوی زیان به یې ولسی خلکو ته چې بشری مرستو ته اړتیا لری او هره ورځ یې بېلابېل بهرنی بنسټونه د لوږې او بې وزلۍ په تړاو راپورونه ورکوی، د پولۍ ټک ته کینی او اوسنۍ څه ناڅه ترلاسه کېدونکې مرستې به هم له لاسه ورکړی.

افغانان له هېواده د یوناما د دفتر د وتلو پایلو ته له اندېښنو لاخلاص نه ول، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې (آمینه محمد) ناببره څرګندونې، دا اندیښنې له خلکو هېرې کړی. هغې د امریکا په یوه پوهنتون کې د خبرو پر مهال وویل، چې ملګری ملتونه غواړی چې د دغه سازمان د سرمنشی په ګډون، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړه کړی! طالبانو ډیر ژر دغې جوړېدونکې غونډې ته غبرګون وښود او هر کلی یې وکړ. په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو دا ګام ستایلی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې په داسې حال کې د طالبانو د په رسمیت پېژندنې په تړاو د غونډې د جوړېدو خبره کړې ده، چې تر دې وړاندې هم پر دغه سازمان نیوکې دا وې چې د طالبانو د بشری ضد پرېکړو پر وړاندې هغسې غبرګون نه ښیی، چې پکار دی او یوازې د یوه نصیحت کوونکی رول لوبوی. په وروستیو ورځو کې د طالبانو او یوناما ترمنځ اړېکې ترینګلې وې، خو د آمینې محمد وروستیو خبرو خلک داسې ترهولې دی؛ لکه په وېده کس چې سړې اوبه واچول شی.

پوښتنه دا ده چې ملګری ملتونه طالبان پر کوم بنسټ د په رسمیت پېژندنې وړ ګڼی! که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې په دغې جوړېدونکې غونډه کې به د هېوادونو استازی د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو څه پرېکړه کوی او ملګرو ملتونو هم ویلی دی، چې دوی د طالبانو د په رسمیت پېژندلو صلاحیت نه لری او په دې تړاو پرېکړه کوونکې به د هېوادونو استازی وی، نه ملګری ملتونه. خو ایا طالبان د ملګرو ملتونو منشور ته چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې تر ټولو لومړی ګام دی، ژمن دی؟

د ملګرو ملتونو د منشور په سریزه کې لولو: «موږ د ملګرو ملتونو غړی هېوادونه په ټینګه خپله اراده څرګندوو چې راتلونکی نسل دې له جګړو، شخړو او ورانیو چې دوه ځلی یې بشر او نړۍ زیانمنه کړه، وژغورل شی. موږ د ټولو انسانانو؛ ښځو، نارینه وو او ماشومانو پر اساسی حقونو، روغتیا، کرامت او د دوی ترمنځ پر حقوقی برابرۍ ټینګار کوو. موږ په ټینګه د داسې یو حالت غوښتونکی یو چې د هغه له مخې نړیوال تړونونه او قوانین رعایت شی او هغه څه چې په دې قوانینو کې راغلی محترم وګڼل شی، ترڅو په دې ډول د ټولو وګړو ترمنځ عدالت ټینګ شی.

موږ د بشپړې ازادۍ تر سیورې لاندې د ټولنیز پرمختګ او د ښه ژوند د رامنځته کولو په موخه خپله ټینګه اراده څرګندوو.»

لکه څنګه چې پاس ګورو، د ملګرو ملتونو د منشور په سریزه کې، د ټولو انسانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر خوندېتوب ټینګار شوی دی، خو د ښځو د حقونو ته د طالبانو ژمنتیا تر دې بریده ده، چې ان د ملګرو ملتونو په اړوند دفترونو کې هم ښځو ته د کارکولو اجازه نه ورکوی! د ملګرو ملتونو د منشور په سرېزه کې نړیوالو تړونونو او قوانینو ته د ژمنتیا خبره هم شوې ده، خو طالبان وایی، چې له شریعت پرته نورو قوانینو ته اړتیا نه لری او په رسمیت یې نه پېژنی.

د ملګرو ملتونو د منشور د لومړی څپرکی، د لومړۍ مادې په دویمه او دریمه فقره کې لولو:

« ۲. د ولسونو خپلواکۍ او مساوی حقونو ته درناوی، د ولسونو ترمنځ د دوستانه اړیکو ټینګول او د نړیوالې سولې او ټیکاو په موخه د مناسبو لارو چارو غوره کول؛

۳. د نړیوالو اقتصادی، کلتوری، فرهنګی او بشردوستانه مسایلو د حل په موخه د همکارۍ او مرستو جلبول او له هر ډول توکمیز، جنسیتی، مذهبی او ژبنی توپیر پرته د بشری حقونو هڅول او اساسی ازادیو ته درناوی.»

خو د طالبانو د تېرو یوویشتو میاشتو کړنې ښیی، چې د پاس یادو شویو موردونو یوه مورد ته هم ژمن نه دی او د لوېدیځو هېوادونو بېلابېلو شنونکو او چارواکو، د نړۍ د سولې او ټیکاو لپاره ستر ګواښ بللی دی.

ملګری ملتونه په داسې حال کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوی، چې له څه کم دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې له ټولنیزو فعالیتونه اېستل شوی دی او پر ښځو د محدودیتونو د لګولو لړۍ ان د یوناما تر دفتره هم رسېدلې ده. طالبانو له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځی تړلی دی او د دې ډلې نه د لیدل شوی مشر په اختریز پیغام کې هم د نجونو د ښوونځیو پرانیستو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

طالبانو نه یوازې پر ښځو؛ بلکې پر نارینه وو، هم د خپلو بندیزونو کړۍ راتنګه کړې ده، له کابل پرته په یو شمېر ولایتونو کې د ږېرې پرخریلو بندیز لګېدلی او د ادارو کارکوونکو ته امر شوی چې باید لونګۍ وتړی او کمېس او پرتوګ واغوندی. په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د لمانځه لپاره جومات ته د نه حاضرېدو له امله، د یو شمېر خلکو د وهلو ټکولو راپورونه ورکړل شوی دی. د عامو افغانانو ترمنځ انګېرنه داده چې که طالبان په رسمیت وپېژندل شی، نو د خلکو پر وړاندې به یې په دریځ کې خورا بدلون راشی او د خپلې تېرې دورې کړنې به تکرار کړی.

اوس به ولیدل شی، چې نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا یوځل بیا د خپلو ګټو لپاره د افغانانو پر سر سودا کوی او که د طالبانو له استبدادی رژیمه د خلکو د ژغورنې لپاره کومه بله لاره خپلوی.

خبرگزاری زنان افغان