د افغانستان ۹۰ سلنه وګړی د بې وزلۍ په څنډه کې دی، ماشومان د دې بحران په اوج کې دی
د افغانستان ۹۰ سلنه وګړی د بې وزلۍ په څنډه کې دی، ماشومان د دې بحران په اوج کې دی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق استازی فران اکیزا اعلان وکړ چې د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه وګړی د بې وزلۍ په څنډه کې دی او ماشومان د دې ناورین تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. ښاغلی اکیزا په یوه خبری کنفرانس کې د […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق استازی فران اکیزا اعلان وکړ چې د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه وګړی د بې وزلۍ په څنډه کې دی او ماشومان د دې ناورین تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

ښاغلی اکیزا په یوه خبری کنفرانس کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه وښوده.

هغه ټینګار وکړ: په داسې حال کې چې د افغانستان وضعیت خورا کړکېچن دی او دغه هېواد له یوه بشری ناورین، طبیعی پېښو او له بشری حقونو څخه له جدی سرغړونې سره مخ دی، ډېرو خلکو هېر کړی چې د افغانستان بحران هم د ماشومانو د حقونو بحران دی.

نوموړی خبرداری ورکړی، چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲،۳ میلیونه هلکان او نجونې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.

د هغه په ​​وینا، له دې جملې څخه به ٨٧۵ زره کسان درملنې ته اړتیا ولری.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق د استازې په وینا، شاوخوا ۸۴۰ زره امیندواره میرمنې او شیدې ورکوونکې میندې “شاید” په سخته خوارځواکۍ اخته دی، چې د خپلو ماشومانو د ژوند د غوره پیل لپاره د دوی وړتیا له پامه غورځوی.

ښاغلی اکیزا څرګنده کړه، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په وسلو اخته دی او ډېری تلفات یې ماشومان دی.

هغه زیاته کړه، چې یواځې د روان کال له جنورۍ او مارچ میاشتې راهیسې ١٣۴ ماشومان د جګړو له امله د پاتې ماینونو د چاودنې له امله وژل شوی او یا هم معلول شوی دی.

هغه وویل: “د مړو او معلولینو ډېرى هغه کسان دی، چې د پلور لپاره یې فلزی ټوټې راټولې کړې؛ ځکه چې دا هغه څه دی چې غربت یې کوی. “دا تاسو مجبوروی چې خپل ماشومان کار ته واستوی، نه دا چې تاسو غواړئ، مګر دا چې تاسو یې کوئ.”

همدارنګه نوموړی د خپلو خبرو په یوه برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې یونیسف اوس مهال په ۲۰۲۳ کال کې د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۲ سلنه لری.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اوسنی حکومت واکمنۍ دغه هېواد له ژور بشری ناورین سره مخ کړی دی. فقر او لوږه نوره هم پراخه شوې او ډېری کورنی او بهرنی پانګوال له هېواده وتلی دی.

خبرگزاری زنان افغان